د شکر ناروغ لپاره په روژه کې ځانګړې پاملرنې

پوهان وایي چې د روژې میاشتې راتلو سره سم باید د شکر ناورغ د خپل ډاکټر سره مشوره وکړي تر څو ناروغۍ ته په کتلو ناورغ ته سمه لارښوونه وکړي، چې یا روژه ونیسي ونه نیسي او که ونیسي نو کومې لارښوونې باید په پام کې ونیسي.

د شکر ناروغ لپاره روژه کې کوم خواړه پکار دي؟

لکه څرنګه چې اوږده موده غذا نه خوړل د شکر په ناروغانو کى د هايپوګليسمى (د وینې ګلوکوز کموالی) لامل کيږي، همدا ډول په روژه کې د ځینو ځانګړو لارښوونو پام نه ساتل د شکر ناروغۍ کچه نوره هم زیاتوي.

د روژې په میاشت کې زیاتره خلک په خوراک کې پام نه کوي او هر ډول خوراک کوي، لکه سره کړي خوراکونه، مساله دار خوراکونه، خواږه څښاک، کاربوهاډریټ او یا داسې نور.. دغه ډول خوراکونه د شکر ناروغ لپاره زیانمن ثابتیږي.

سربېره پر دې په شکر ناروغۍ اخته کس باید په یو وار ډیرو خوړو څخه ځان وساتي بلکې شېبه په شېبه لږ خوراک وکړي، ځکه په یو وار ډیر خوړو څخه په وینه کې په ګلوکوز کنترول نه راځي چې له کبله یې د شکر کچه تر ګواښونکي اندازې لوړیږي.

پوهان د روژې په میاشت کې د شکر ناروغ لپاره د تازه میوې، سبزي او مستو خوړلو سپارښتنه کوي، دوی وایي چې دغه ډول ناروغ باید د روژه ماتي پرمهال له دوه خرماو څخه زیاتې ونه خوري.

د درمل خوړلو وخت ټاکل

له روژې وړاندې د خپلو درملو وخت ټاکل تر ټولو زیات اړین دي، روژه د انسان د خوړو سربېره په نورو کړو وړو کې هم بدلون راولي، د پوهانو د وینا سره سم د شکر ناروغ باید د درملو خوړلو وخت، د خوراک او څښاک استعمال، فزیکي ورزش، ناروغ لپاره پکار دي چې د وینې ګلوکوز کچه په خپله معلومه کړي، ناروغ باید په دې پوه وي چې د شکر کچې ټيټوالی یا لوړوالی یې په کومه اندازه کې دی، تر څو دده ژوند ته خطر پېښ نه شي.

د شکر ناروغانو لپاره لارښوونې

د شکر او روژې نړیوالې ټولنې څخه په خپاره شوې نړیوالې لارښوون نامې کې ویل شوي دي چې له روژې وړاندې باید په بشپړه کچه د وینې فشار اندازه او په شکر او وینه کې د کولیسترول کچه معلومه شي او دغه ټول باید خپل ډاکټر ته وښودل شي.

د شکر دغه ډول ناروغ باید روژه ونه نیسي

که د چا شکر په کنترول کې نه پاتې کیږي، ځکه دداسې ناروغ اکثره ژوند ته خطر پېښیږي.

که په تېرو دریو میاشتو کې د چا شکر ډیرې زیاتې یا ډیرې کمې کچې ته ټیټ شوی وي، په داسې حال کې ددې لپاره احتیاط ښه دی تر څو یا دغه ناروغي راونه ګرځي او یا هم بې اندازې زیاته نشي.

په شکر اخته امیندوارې میرمنې

هغه کسان د چا چې پښتورګي (ګردې)، سترګې یا اعصاب د شکر له کبله سختې زیانمنې شوې وي، پوهان د داسې کس په پاملرنه نه نیولو کې دده ژوند ګواښ زیاتولو خبرداری ورکوي.

د شکر ناروغ لپاره ورزش

د شکر ناروغ لپاره په عام ډول ورزش کول ډير اړین دي، د روژې پر مهال هم کولای شي یو څه اندازه ورزش وکړي، ددې لپاره ښه وخت له روژې ماتولو ۳ ساعته وروسته دی، د شکر ناروغ باید له ورزش کولو وړاندې د وینې ګلوکوز معاینه کړي.