د صبر مېوه خوږه وي

که مو ژوند له خوښې سره سم هم نه وي روان، هڅه وکړئ چې خپلو موخو ته د رسېدو شوق او زوق له لاسه ورنه کړی او تل په دې هڅه کې وی، چې تاسې باید خپلو موخو ته ورسېږی. که په ژوند کې بې انګېزې پاتې شوي یاستی، نو فکر وکړئ چې د ژوند له ټولو خوندونو بې برخې شوي یی. پر ځان باور له لاسه مه ورکوئ، همدا چې تاسې تل په هڅه کې یاستی، موخو ته د رسېدو لپاره به مو کرلی تخم په صبر او حوصلې سره شین شي او حاصل به کوي. هڅه وکړئ چې د ناستې ولاړې لپاره درته داسې ملګري وټاکی، چې د ژوند تر پایه د یوه ملګري او راز ساتونکي کس په توګه در سره پاتې شي، په ژوند کې کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته هم وخت ځانګړی کړئ. که په خپل ژوند کې دې ډلې کسانو ته ځای او وخت ورنه کړی، پوه شی چې د ژوند اصلي خوند به هېڅکله هم ونه څکی. تاسې یوازې یو وجود لری او بس، د هغه پر قدر ځان پوه کړئ. کله چې ستاسې روغتیا له ګواښ سره مخ شي، هغه وخت بیا هېڅ هم نه شی تر سره کولای.
ژباړه: حمیدالله حمیدي