د صدف ناروغي

ليکنه : ډاکټرعبدالصمد نظــــري

د صدف ناروغي چې ځيني خلګ ورته د گرگ ناروغي وايي، په لاتين ورته پسوریازیس (Psoriasis) هم وايي، يوه د پوستکي ناروغي ده .

پر پوستکي په سره ،سپين ،پلن ،روښانه او وچ(خشک)د پخې په شکل ځان ښکاره کوي ،ډير وخت پر څنګل ، زنګون او پر ویښتن پوستکي ډير ليدل کيږي .

د نړۍ د نفوس تقريبآ 2% فيصده خلګو کې ليدل کېږي ،دا ناروغي په هر عمر کې امکان لري.

د صدف ناروغي چې کله پر پوستکي ښکاره شي کېداشي لږ وخت وروسته ورکه شي ، کېداشي په ځينو انسانانو کې د مياشتو ، کلونو او يا د عمر تر پايه ورسره ملګري شي . د صدف ناروغي ساري نده د يو انسان څخه بل انسان ته سرايت نه کوي .

د صدف ناروغي دقيق سبب معلوم ندي اما اساسي عوامل يا فکتور يي ارثي (جنتيک) ښودلي شويدي .

په نارمل ډول د انسان د پوستکي حجري تقريبا په 28-30 ورځو کې پختګئ(بلوغ)ته رسيږي اما په صدف ناروغي کې د حجرو عمر لنډ شوي يعني عمر يې درې يا څلور ورځو ته راکښته شويدی له دې کبله په کړندي سرعت سره ډير والی (تکثر) کوي پخته حجرې پر پوستکي سره يو ځاي کيږي پخي ته ورته د سپين سره روښانه پلن پوستکي شکل غوره کوي.

خفگان(سترس) ،سګريټ ، الکول، بدن کي د ډي ويټامين لږوالي او ځيني دارو(دواګاني) د صدف ناروغي د ګړندي کېدو سبب کيداشي.

هغه خلګ چې د صدف ناروغي سره لاس او ګريوان دي اول بايد د تشويش (سترس ) سره مبارزه وکړي د تشويش او خفگان احساس د ځان څخه لرې کړي د هغه شيانو سره بوختيا اختيار کړی چې ناروغ ته ښه او د خوښۍ احساس ورکوي.

د لمر د وړانګو څخه بايد ځان وساتی، د پوستکي گرول ، د پوستکي بيل کول (شکول) ناروغي ته تاوان رسوي.

د پوستکي د خارښت د مخنيوي لپاره او د پوستکي د لوند(رطوب) ساتلو لپاره مختلف ملهم، کريم او شامپوګاني شته چې د هغه څخه استفاده کيږي .

د صدف ناروغ لپاره د حمام موضوع:

د ګرمۍ په موسم کې چې بدن خوله کوي پوستکی نرم او روغني ساتي هره ورځ حمام کولای شی اما د ژمي په موسم کې چې بدن خوله لږ کوي يا هيڅ خوله نه کوي پوستکي وچ(خشک) وي روغني نه وي ،کله چي حمام وکړي حما پوستکی نور هم وچ ساتي روغن يې ټولوي د پوستکي د وچ کېدو په صورت کې ناروغي نوره هم زور اخلي له دې کبله د صدف ناروغ لپاره د ژمي په موسم کې په دوه ورځو کې يو ځلې حمام مناسب دی.