د عرفې په ورځ لاندې کارونو ته متوجه شئ!

۱- کوښښ وکړئ چې پدې مبارکه ورځ روژه ونيسئ، ځکه د رسول الله ﷺ وینا ده؛ چا چې د عرفې د ورځې روژه ونیوله، زما له الله تعالی څخه امید دی، چې د يوه کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه به ورته معاف کړي. (سبحان الله څومره بهترین چانس)

۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي، تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي، چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي، چې هېر يې نه کړئ.

د تکبير الفاظ دا دي:

الله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، لَا إِلَه إِلَّا الله، والله أَکْبَرُ، الله أَکْبَرُ، وَلِلّٰه الْحَمْدُ‘‘.

۳- ډېرې دعاګانې وغواړه د خپل ځان لپاره، وطن لپاره ټول امت لپاره؛ ځکه رسول اللّٰه ﷺ وايي چې غوره دعا د عرفې د ورځې دعا ده.

۴- غوره ذکر پکې دا دی:

لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ.

۵- کوښښ وکړه صدقه ورکړه.

۶- دا يوه ورځ ده، ډېر کوښښ وکړه له دروغو، غيبت، بهتان نه ځان وژغوره او ټوله ورځ په تلاوت تېره کړه.

۷- د موبايل او نيټ څخه استفاده بيخي کمه کړه.

۸- په کړيو ګناهونو مهربان رب ته وژاړه؛ او دا کار حتماً وکړه ځکه د مرګ نېټه مالومه نه ده شايد دا دې اخري توبه وي او بيا د بلې وخت پيدا نشي.

۹- د لمانځه کلکه پابندي وکړه او هڅه وکړه چې تکبير اولی درڅخه فوت نشي.

۱۰- د روژه ماتي وخت ډېر قيمتي وخت دی چې درڅخه په فضول خبرو او کار عبث تېر نشي؛ ښې ډېرې دعاګانې وکړه اخره کې ما هم پکې ياد کړه  ځکه ستا په دعا به ملايک امين ووايي.

کاپي…