د غذایي مسمومیت درملنه

لیکنه: حمیدالله حمیدي

که غذایي مسمومیت خفیف وي، نو کېدای شي چې په کور کې يې هم درملنه وشي. له دريو نیولې تر پنځو ورځو پورې وخت نیسي چې ناروغ خپل اصلي حالت ته را وګرځي. دغه راز کولی شی د ناروغۍ پر مهال په کافي اندازه مايعات وڅښی، له جوسو او نورو خوږو شربتو استفاده وکړی او د بدن اوبه مو پوره کړی. دغه راز د کوپرې اوبه هم کولی شي له بدن څخه ضايع شوي کاربوهایدرېټونه پوره کړي او ستړیا مو له منځه یوسي.

د مسموميت پر مهال د کافئینو له څښلو په جدي ډول ډډه وکړئ، ځکه دا مواد مو د معدې د تحریک لامل کېږي. هغه چای وڅښئ چې په ترکیب کې یې کافئین نه وي.

کېدای شي ځینې یوناني درمل هم په دې برخه کې ګټور تمام شي. بدن د دې لپاره چې د مسمومیت له شر څخه خلاص شي، له نس ناستي او استفراق څخه کار اخلي، چې په دې ډول په اسانۍ سره زهري مواد له بدن څخه وتلی شي، خو د دې لپاره چې بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ نه شي، ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

هغه کسان چې له غذایي مسمومیت سره مخ کېږي، کافي استراحت ته هم اړتیا لري. که څوک له شدید مسمومیت سره مخ کېږي او د بدن یوه زیاته برخه اوبه یې ضایع شوې وي، نو د دې اړتیا لیدل کېږي چې په روغتون کې بستر شي او د وينې له لارې سېروم ورکړل شي.