د غیرتمند او بې غیرته انسان تفاوت!

۱ ـ غيرتمند إنسان د ظالم څخه انتقام اخلي او مظلوم ته عفو کوي بې غيرته انسان ظالم ته عفو کوي او د مظلوم څخه انتقام اخلي.

۲ـ غيرتمند إنسان بې دليله ورور د ورور په ګناه نه نيسي خو بې غيرته انسان په پټو سترګو همسايه د همسايه په ګناه نيسي.

۳ـ غيرتمند انسان ثابته موقف لري سر ورکوي خو تر خپل موقف نه تيريږي خو بې غيرته انسان ثابته موقف نلري نو ځکه تل د ترازو پلې ته ګوري هره خوا چي درنه سوه دی د هغې خوا سره وي.

۴ـ غيرتمند انسان خپل صورت او پاليسي داسي جوړوي چي نور خلګ پسې ولاړشي او ورڅخه متاثره شي خو بې غيرته انسان تل نورو ته ګوري نو ځکه يې لباس، اخلاق او کړنلاره پر يوه حال نوي.

۵ـ غيرتمند انسان ښځې د بازارونو څخه د کورونو پر لور بيايي خو بې غيرته انسان د کورونو څخه ښځې بازارونو ته را باسي.

۶ ـ غيرتمند انسان ته بې خپلواکۍ او آزادۍ ژوند هيڅ اعتبار نلري خو بې غيرته انسان ته خپل ژوند مهم وي که څه هم د لسهاوو نفرو په غلامۍ کې وي.

۷ـ غيرتمند انسان هيڅ وخت تر خپل دين او سمي عقيدې نه تيريږي خو بې غيرته انسان ته دين او عقيده هيڅ اهميت نلري تنها د جيب او خيټي ډکولو غم ورسره وي.

مولوی نورالحق مظهری