د فیسبوک او موبایل له جاسوسۍ څرنګه ځان وساتۍ؟!

له هغه ورځې چې آی فون جوړ شوی، فیسبوک، راوتلی، ټویټر راوتلی، او نورې ټولنیزې رسنۍ جوړې شوي، څیړونکو انجینرانو ددې ټولو ټیکنالوژیو هره پرزه کتلې او په ډاګه کړې یې ده چې د خپلو کاروونکو جاسوسي کوي.

ددغو ټیکنالوژیو شرکتونو په مختلفو پلمو ځانونه له مسئولیته کښلي، تردې چې نن سبا زیاتره د موبایل اپلیکیشنونه انسټالوې نو له اوله درڅخه اجازه غواړي چې ستا د موبایل دننه ستا ټول معلومات، د موبایل کامره، ګوشی، کیبورډ، او خلاصه دا چې د ستا مکمل څارلو تمامه اجازه درنه اخلي، او ته ورته اکسپټ بټن وهې!

یو له بدو ځانګړنو ددې ټیکنالوژیو دا ده چې تا ګام په ګام څاري، څرنګه؟ ستا د موبایل دننه جي پي اس له لارې، که جي پي اس ونه لري، نو بیا د انټرنټ سیټنګ له لارې چې په کې ستا ځای مالوموي.

ښه نو څرنګه به دا مالوموې چې فیسبوک ستا ګشت ګوزار څارلی دی؟ طریقه یې په دې ډول ده:

کله چې خپل اکاونټ په انټرنټ پرانستونکي براوزر کې راخلاص کړې، نو Activity Log ته به ننوځې، په دې کې به د Filters لست لاندې More توکمه ووهې، نو تاته به د ټولو هغه معلوماتو لست راشي چې د فسبوک کارونې مهال یې د تا اړوند ثبت کړي دي.

په دې معلوماتو کې: هغه پیجونه چې ته یې تل ګورې، هغه ویډیوګانې چې تا پورته کړې دي، او هغه چې تا کتلې دي، او هغه لټونونه چې تا فیسبوک کې کړي دي، او له یوه بل ځای ته ستا د خوځښتونو نقشو ته یې ځانګړی ځای جوړ کړی دی.

ښه نو، Videos Watched توکمه ووهه ترڅو د ټولو هغه ویډیوګانو اوږد لست وګورې چې تا فیسبوک کې کتلې دي، ستا د هرې تماشې دقیقې، ساعت، ورځ، میاشت، او کال هم لیکلي دي، حتی هغه پیجونه هم درښیي چې تا په کې دغه شیان کتلي دي.

او ستا د ګرځیدو راګرځیدو تفصیلي نقشو موندلو لپاره بیا Location History توکمه ووهه، ته به په مکمل تاریخ او ورځ سره ستا د ګشت او ګزار مکملې نقشې وګورې.

ته کولی شې له Clear Location History توکمې څخه دا ټولې نقشې پاکې کړې، او هره نشه باندې جلا کلیک کولو سره یې هم پاکولی شې.

انجینران وایي چې ته باید د فیسبوک سیټینګ کې هغه بټن بنده کړې کومه کې چې ستا د ځای ځایګي څارلو اجازه ده.

زه هم خپله تل دغسې کوم، زما له کامرې د دغو شرکتونو له خوا د تجسس مخنیوي لپاره د کامرې په سترګۍ د موبایل رنګ سره مناسب کاغذ نښلوم، او کمپیوټر کې بیا د مایک سیټنګ کې مایک ډیس ایبل کوم.

خو:

سره له دې ټولو، بیا هم زه نه شم کولی فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ له دې منع کړم چې زما موبایل کې شته عکسونه، ویډیوګانې، اواز فایلونه، لیکل شوي ورډ، فایلونه، تجارتي تفصیلات، د کور نورو چارو اړوند یادښتونه ونه څاري، ځکه:

ما خپله د دې شیانو انسټال کیدو وخت کې Accept توکمه وهلې ده، ددې توکمې دا معنا ده چې کاروونکی شرکت ته د هغه ټولو شیانو استعمالولو اجازه ورکوي کوم چې دغه اوږد لست کې اول کې درته رامخته کوي.

نو څرنګه به له تجسس څخه خلاصیږو؟

څوک چې موبایل استعمالوي له جاسوسۍ څخه د مکمل ځان خلاصولو خوب دې نه ګوري، البته تر یوه حده یې مخنیوی کولی شي، مثلا:

– په موبایل کامره شخصي عکسونه بیخي نه اخیستل،

– اواز په کې هیڅ نه ثبتول،

– ویډیو په کې هیڅ نه ثبتول،

– د کامرې سترګۍ په مناسبه طریقه پټول،

– د جي پي اس سیټنګ مکمل بندول،

– موبایل کې د فسبوک او نورو ټولنیزه رسنیو کارولو لپاره د دغو شرکتونو ځانګړي اپلیکیشنونه بیخي له موبایله ډیلیټ کول، او تک تنها د firefox, opera, chrom, په څیر په کوم براوزر یا انټرنټ راکښونکې کړکۍ کې کارول.

– د امکان تر اندازې په شخصي نوم او اصلي معلوماتو اکاونټ نه جوړول،

– د امکان تر حده د موبایل نمبر په ځای په داسې ایمیل اکاونټونه جوړل چې موبایل کې یې بلفعله نه کاروې، بلکې تنها همدغه اکاونټ لپاره یې جوړوې،

– که کوم اکاونټ درڅخه د موبایل نمبر خامخا غواړي نو له موبایل شرکته موقت نمبر اخیستل(عموما شرکتونه هر کاروونکي ته اجازه ورکوي چې په یوه سم دوه لمبرونه وکاروي خو مقابل کې یې هر اونۍ یوه خاص مبلغ قیمت ترې اخلي) او په هغه اکاونټ جوړول، او موقت نمبر بیرته بندول.

په دغه پورتنیو کړنلارو د موبایل تجسس په مقابله کې دومره ګټه کیږي چې ستا موبایل ستا، ستا د کورنۍ، او ستا د متعلقینو بې اجازې عکسونه او ویډیو وانه خیستلی شي، همداراز، که دې په خپل شخصي نوم اکاونټونه نه وي جوړ کړی نو هغوی به ستا له موبایله غلا کړي معلومات هغه نوم پسې لیکي کوم چې تا ورکړی وي.

او په لنډه توګه، ته به وکولی شې ۷۰ سلنه خپل معلومات له جاسوسي کړیو خوندي کړې، او کوم چې هغوی یې له موبایله ترلاسه کوي، هغه به هم بل چا پسې لیکل شوي وي، چې په دې ډول سره ستا له موبایله ترلاسه کړي معلومات ور ګډوډول او غلط کول هم له لاسته راوړنې کم نه دي.

قلموال: انجینر عبیدالله «سباوون»