د قدر شپې فضیلت به څنګه ترلاسه کوو؟

‏رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې روژه کې د ماخوستن لمونځ په جماعت سره وکړي؛ هغه د قدر د شپې فضیلت ترلاسه کړ. قال رسول الله ﷺ: من صلَّى العشاء الآخرة في جماعة في رمضان فقد أدرك ليلة القدر. صحيح ابن خزيمة (٢٢٦٧)

یوه بل روایت کې د سهار لمونځ هم ورسره یاد شوی، نو څوک چې د ماخوستن او سهار لمنځونه په جماعت سره وکړي هغه د لیلة القدر فضیلت ترلاسه کړ. محدثین وایي له دې سره د شپې نوره برخه کې د عبادت کوښښ هم مستحب دی، ځکه روایاتو نه معلومیږي چې دې لسو شپو کې به رسول الله ﷺ زیات کوښښ کوه. (وشد المِئزذ)

کاپي…