قوي انسان کامیابي ویني.
ضعیفه انسان ناکامي ویني.
قوي انسان سوال کوي.
ضعیفه انسان فرضیه جوړوي.
قوي انسان د بهتریني لاري په لټه کي وي.
ضعیفه انسان د آسانه لاري په لټه کي وي.
قوي انسان پوهېږي چي وخت تر پیسو مهم دی.
ضعیفه انسان فکر کوي پیسې تر وخت مهمي دي.
قوي انسان د نعمتونو شکر ادا کوي او راضي وي.
ضعیفه انسان همیشه شکایت او انتقاد کوي.
قوي انسان د کتابونو په لوستلو پسې وي.
ضعیفه انسان د تلویزیون په کتلو پسې وي.
قوي انسان یو شي منځته راوړي.
ضعیفه انسان رقابت کوي.
قوي انسان خپلي مثبتي ځانګړتیاوي لري.
ضعیفه انسان د خپل ځان د مثبت تصویر وړاندي کولو لپاره د چم څخه کار اخلي.
ژباړه: عایشه عزیزي