د لاچي «هیل» ځینې ګټې

لاچي یو طبیعتي بوټی دی، چې د یو شمېر ګټو ترڅنګ خوندور بوی او ښه خوند هم لري، د ګټو، خوند او بوی لپاره په خوراک او څښاک کې استعمالیږي، په ځانګړي ډول هغه خواړه چې خواږه وي، لکه فیریني او داسې نور…

د بې شمېره ګټو څخه یې یو څو ستاسې مخې ته ږدو:

۱- لاچي د زکام او ټوخي مخنیوي او ښه کولو کې مرسته کوي.

۲-  د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، لاچي په عام ډول همداسې نه خوړل کیږي، خو د هاضمې پیاوړي کولو لپاره یې یو دانه خولې ته اچول ښه دي، او همدا ډول په چای یا خوراک کې یې استعمال هم د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

۳-  د خولې او تنفس پر وخت راوتی بوي له منځه وړي، هغه کسان چې د خولې بد بویۍ ناروغي لري، د لاچي دانه دې خولې ته اچوي، په دې سره یې د خولې بدبویي له منځه ځي.

۴-  لاچي په وزن کمولو او یا هم په وزن نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

۵-  د ویني لوړ فشار کچه کموي. فشار دوه برخې لري، ټیټ او لوړ، د ټیټوالي په حالت کې لاچي استعمال کړئ د فشار کچه مو نورمال کوي.

۶-  د وینې ګردش او جریان ښه کوي. همدا ډول د لاچي له ګټو څخه یې د وینې جریان او ګردش ښه کول دي، چې د وینې په پاکوالي کې هم مرسته کوي.

۷-  د غاښ درد کموي، یوه دانه لاچي راواخلئ او کوم غاښ مو چې درد کوي په هاغه ځای کې یې کلک ونیسئ، درد به مو ارام شي.