د لمر ضد عینکو کارول که له یوې خوا سټايل دی،له بلې خوا لاندې ګټې هم لري

ډاکترنوید خپلواک

۱-د سترګو حفاظت د لمر د مضرو وړانګو په مقابل کې.

۲-د لکریمل غُدئ lacrimal gland د ډیرو غیرو نورمالو افرازاتو مخه نیسي چې د سترګو مينځلو یوازنۍ مرجع ده.

۳-د سترګو د سرطان مخنیوي ته بهترینه وقایه ده.

۴-د سترګــو لید سالم ساتي.

۵-په سترګو کې د سرو داغونو conjunctival spots مخنیوی کوي.

۶-د سترګو د سوزاک یا conjunctival itching د مخنوي ښه لاره ده.

۷-د غیر نورمال خوب (ډیر زیاد خوب/ډیر کم خوب) لپاره همدا د اصلاح ښه توکی ده.

۸-د سر دردیو لپاره چې د سترګو د ککړتیا له وجه پیدا کیږي ښه درمل ده

۹-باڼه،وروځی ،او د سترګو تر شا او خوا د تورو حلقو د ورکولو لپاره د کار شی همدا عینکې دي.

۱۰- تر ټولو مهمه د لید زاويه سالمه ساتي.

موږ داسې یو چې یو چا به له ناروغۍ عینکې په سترګو وي مشکل به لري

موږ څه وایو! دا ګوره په عینکو فیشن کوي کم عقله! نړۍ وګوره اکثریت عینکې استعمالوي او د خپلو سترګو د ساتلو لپاره چې لوی نعمت دی باید استعمال یې کړو.