لمه مرچ او ګټې یې!

د لمه مرچ په اصل کې د بانجانو له کورنۍ څخه دي. وده یې په روزنې پورې اړه لري. هر څومره یې چې ښه روزنه وشي، په هماغه کچه ښه وده کوي. رنګ یې له شنه پیلېږي، ورو ورو ژېړ، نارنجي او په پای کې سور رنګ خپلوي. علمي نوم یې(Capsicum Annuum) د رنګ سوروالی یې پر پخېدو دلالت کوي.

هر څومره یې چې رنګ تېز وي، هغومره د مغذي موادو کچه پکې زیاته وي. دغه مرچ هم لکه د نورو ترخو شنو مرچو په څېر، وچېدای هم شي چې هغې ته بیا (پاپریکا) وایي. دلمه مرچ د سلاد په بشقاب کې یوازې یوه اضافي سبزي نه، بلکې ډېرې ګټې هم لري. دغه مرچ هم پوخ او هم خام خوړل کېدایی شي. دا چې دغه مرچ ډېرې زیاتې ګټې لري، نو له همدې کبله یې ډاکټران او د تغذیې د برخې متخصصان د خوړو سپارښتنه کوي. دلمه مرچ د بدن مقاومت لوړوي او د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د سپر په څېر کار ورکوي. سترګې روغې ساتي، د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، د مور په خېټه کې د جنین لپاره مغذي مواد جوړوي، وزن کموي، له سرطاني ناروغۍ سره مبارزه کوي، عصبي سیسټم قوي کوي، له وخته مخکې د ژر زړښت مخه نیسي، له تنفسي سیسټم سره مرسته کوي، د وینې جریان ګړندی کوي او د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي