د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو مهمې سپارښتنې

لیکنه : جاوید احمد

پر داسې مهال چې بریښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ، که چیرې مو دا لس ټکي په پام کې ونیول نو د لپټاپ بطرۍ به مو تر ډیره کار وکړي. آن دا چې تر خپل ځانګړي وخت یې وړاندې کارولی شئ.

۱. لومړی باید وویل شي، چې د لپټاپ د بیطرۍ کیفیت تر ډیره د لپټاپ په ډول پورې اړه لري. نو هڅه وکړئ، لپټاپ مو د یو ښه او پیژندل شوي کمپنۍ راونیسئ. د مثال په توګه، HP, Dell, Toshiba …

۲. هیڅکله د لپټاپ بیطرۍ مه پریږدئ، چې تر ۲۰ فیصده کمه شي. یعنې کله مو چې د لپټاپ د بیطرۍ چارج ۲۲ فیصدو ته راورسیږي، نو خپل کمپیوټر هایبرنیټ Hibernate او یا هم بند Shut Down کړئ.

۳. پر داسې مهال چې بریښنا نه وي، د لپټاپ د سکرین یا پردې نور (رڼا)  کمه کړئ، تر څو مو د بیطرۍ چارج تر ډیره کار وکړي.

۴. هغه پروګرامونه چې د پردې تر شا په کار لګیا وي ودروئ، د مثال په توګه، Antivirus، Google Desktop او نور ټول دې ته ورته پروګرامونه وردوئ. دا پروګرامونه تاسو د Notification Area یا په کوم ځای کې چې ساعت او تاریخ وي له هغه ځای یې بندولی شئ.

۵. د USB موږک، کیبورډ، لوډسپیکر، او نورې هغه پرزې چې د باندنۍ پورټونو له لارې له لپټاپ سره تړل کیږي، بیلې کړئ. یعنې لایونونه یې له لپټاپ څخه وباسئ. ځکه دا ټولې پرزې د لپټاپ د بیطرۍ انرژي ژر مصرفوي.

۶. که چیرې ستاسو د لپټاپ د RAM حافظه جګه وي، امکان شته چې د بیطرۍ چارج په کمه اندازه مصرف شي. نو تل د جګ RAM  لرونکي لپټاپونه راونیسئ.

۷. که غواړئ، CD یا هم DVD پر داسې مهال کار کړئ، چې پر بیطرۍ کار کوي، نو CD  یا DVD مو هارډیسک ته کاپي کړئ او بیا یې کار کړئ.

۸. د بیطرۍ غاښونه پاک وساتئ: د بیطرۍ هغه غاښونه چې د لپټاپ سره د بریښنا اړیکې قایموي، پاک وساتئ. په دې ډول هم بیطرۍ تر ډيره کار کوي.

۹. لپټاپ مو د Sleep پر ځای Hibernate کړئ، ځکه په لومړي حالت کې د بیطرۍ چارج په مصرفیدو وي، خو دوهم حالت یا Hibernate  کې چارج نه مصرفیږي.

۱۰. لپټاپ په داسې ځای کې کیږدئ، چې ګرم نه شي. که چیرې تاسو لپټاپ یخ وساتئ نو د لپټاپ بیطرۍ به مو تر ډیره بریده کار وکړي.

یادونه: پر داسې مهال چې بریښنا نه وي، نو په لپټاپ کې له یوه زیات کار مه ترسره کوئ. د مثال په توګه، که چیرې سندره اورۍ نو لیکل مه کوئ، یا که لیکل کوئ نو بیا سندره مه اورئ.