۱ـ د شپې وروسته د سهار وخت لمر وړانګې نه وي ، ګرد به هم نه وي، ځکه ګڼ شمیر ملائکې چې ځمکې ته راغلی وي ، د ختلو په حالت کې وي.
عیني شرح بخاري ـ ۵ ـ ۶۵.
۲ـ دغه شپه صفا ستره او پاکه وي.
مسند احمد ابو یعلی ـ ۳۶۵.
۳ ـ پدې شپه نه زیاته ګرمي وي او نه یخني.
ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱.
۴ ـ پدې شپه اسمان کې ستوري نه ویشتل کیږي.
ابن کثیر ـ ۴ ـ ۴۳۱.
۵ ـ امام ابن جریر طبري د ځینو بزرګانو څخه نقل کړی دی ، چې پدې شپه هر شی ځمکې ته ټیټیږي ، او الله ته سجده کوي ، او بیرته عادي حالت ته راګرځي، مګر هر څوک یې نه ویني کیدای شي دیر ورباندې پوه هم نه شي.
عیني ـ ۵ ـ ۳۲۵.
۶ ـ د ځینو علماوو تجربه دا ده ، چې پدې شپه د سمندرونو او کوهیانو بی خونده اوبه خوندوري وي.
العرف الشذي ـ ۳۲۷.
۷ ـ پدې شپه ملائکې د هغه مسلمان سره میلاویږي ، چې بخشش ورته شوی وي او د دغه مسلمان زړه نرم وي ژړا ورځي.
چا چې تر اخیره ولوسته سبحان الله ولیکﺉ
کاپي…