د ماتو او يا ترسکېدلو سولرو د جوړولو طريقه !

بسم الله الرحمن الرحیم !

که مو سولر نوی يا روغ وي خو د کومې حادثې په پايله کې مات شي او يا وترسکیږي نو بل سولر اخيستلو ته هيڅ اړتيا نشته ، همدغه مات سولر بيرته جوړيږي .

پاملرنه :

په ياد ولرئ چې کله مو سولر مات شو نو د اوبو او باران نه يې وساتئ ! همدغسې د خاورو او ګردونو نه يې هم ساتنه وکړئ ! که مات سولر مو همدغسې پرېښود نو په مات چاودونو کې يې دننه اوبه خانو ته ننوځي چې سولر مو شارټ کيږي او د منځه ځي . همدغسې که ګردونه يې ماتو چاودونو کې ځای ونيسي نو بيا سولر ته د لمر د وړانګو مخنيوی کوي چې سولر د کاره لويږي .

اول

سولر د ماتيدو سره سم فورا يو وچ او پاک ځای ته انتقال کړئ او په يوه پاکه وچه ټوټه يې ښه پاک کړئ ترڅو هر قسم خيري او ګردونه تری نه ښه پاک شي .

دوهم

د فرنيچيرو وارنش varnish يو ډبې د بازار نه واخلئ چې تقريبا دوه دوه نيم سوه افغانۍ قيمت لري ، او په پاک کړي سولر نيمايي ډبې واچوئ او په ګيل ماله يا کوم بل شي يې ښه سم هوار کړئ تر څو ټول درزونه او چاودونه يې په وارنش کلک بند شي . بيا دغه سولر د دوه درې ساعتونو لپاره لمر ته کيږدئ تر څو ښه سم وچ شي .

دريم

چې کله وارنش سولر پوری کلک وچ شي نو يو ځل بيا يې راواخلئ او باقي پاتې وارنش پری واچوئ او د وارنش يو بل هوار پوښ ورکړئ او بيا يې لمر ته د وچېدو لپاره هوار کېږدئ ، چې وچ شو نور يې استعمالوئ .

ان شاءالله چې دغه طريقه ۱۰۰% کاميابه او ارزانه ده.

کاپي..