د ماشومانو «ډايپر» د پوستکي سرطان رامنځته کوي

د فرانسې د روغتیا وزارت د ماشومانو په کونسترکي/ډايپر (Diaper) کې یو ډول خطرناک کیمیاوي مواد «ګلایي فاسیټ» موندلي چې له کبله یې کوچنیان ډیر ژر د پوستکي په سرطان اخته کیدلای شي.

د روغتیا نړیواله ادارې (WHO) دغه کیمیاوي مواد «ګلایي فاسیټ» د روغتیا او چاپيریال لپاره زیانمن ښودلي دي، ددوی په وینا له دغې موادو څخه کوچنیانو ته د پوستکي سرطان ناروغۍ پېښيږي.

د نړیوالې خبري اژانس وینا سره سم د فرانس روغتیایي ادارې ادعا کړې چې د ماشومانو کونسترکي یا ډایپر یې په نړیوالو لابراتوارونو کې معاینه کړي چې سخت او خطرناک کیمیاوي مواد په کې موندل شوي دي.

د روغتیا اداره وایي چې که څه هم له دغه کیمیاوي موادو څخه د ماشومانو ژوند له ګواښ سره نه مخ کیږي خو د پوستکي سرطان رامنځته کېدلو لامل زیاتیږي.

د فرانسې د روغتیا، چاپيریال او مالي وزارت په ګډه یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې یې د «ډايپر» کمپنیانو ته امر کړی تر څو په پنځلسو ورځو کې دننه ددې څخه یاد کیمیاوي مواد ختم کړي.

د روغتیا وزارت زیاتوي چې په ډايپرو کې د خوشبویئ لپاره هم یو ډول کیمیاوي مواد اچول کیږي، چې د نورو کیمیاوي موادو سربېره ددې د له منځه وړلو وړاندیز هم شوی دی.

د یادونې ده چې په نني عصر کې ماشومانو ته د ډایپر یا وروڼی اچول یو عام عادت بلل شوی دی، خو ډیر کم خلک یې له یادو ستونزو خبر دي، باید ددې په استعمال کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي.

کاپي ………