د ماشوم د خوب کموالی د هغه په زده کړو بد اثر کوي

د یوې نوې نړیوالې سروې نتایج ښیي چې د ماشومانو د خوب کموالی د هغوی په زده کړو منفي اثر اچوي. د سروې تر سره کوونکي وایي چې په پرمختللیو هېوادونو کې کمپیوټرونه او موبایلونه د دې سبب شوي دي چې د ښوونځي ماشومان تر ډېرو پورې ویده نه شي او ان د خوب په بستر کې له کمپیوټر او موبایل سره بوخت واوسي.

سروې ښیي چې د دنیا تر نورو هېوادونو د امریکا د ښوونځيو ماشومان ډېره بې خوبي تېروي. په امریکا کې په متوسط ډول په هرو څلورو هغو ماشومانو کې چې نهه یا لس کلن دي، درې یې په کافي اندازه خوب نه کوي. په امریکا سربېره نیوزیلنډ، سعودي عربستان، استرالیا ، بریتانیا، ایرلنډ او فرانسه هغه هیوادونه دي چې د مکتب ماشومان یې  په کافي اندازه نه ویده کېږي خو آذربایجان، قزاقستان، چک، پرتګال، جاپان او مالتا هغه هېوادونه دي چې د ښوونځي زده کوونکي یې په کافي اندازه خوب کوي.

 

چاد مینیچ چې د دې سروې په ترسره کولو کې یې برخه لرله، رویټرز ته ویلي دي چې د کم خوبه زده کوونکو معمولا په ریاضي، ساینس او لیک و لوست کې چندان مزه نشته خو برعکس هغه زده کوونکي چې په کافي اندازه خوب کوي په ریاضي، ساینس او لیک لوست کې نسبتا بهتره دي. د چاد مینیچ په وینا، د زده کوونکي خوراک هم د هغه د خوب غوندې د هغه په زده کړه ژور اغیز لرلای شي.  په نس ماړه زده کوونکي تر هغو شاګردانو  چې کافي ډوډۍ نه وررسېږي، په درسونو کې تکړه وي.

کاپي…