د ماهي خوړل،او ګټې

د طب د برخې څيړونکي وايي چې په اوونۍ کې يو يا دوه ځلې د کبانو د انواعو خوړل د سينې په سرطان کې کموالى راولي.

دا څيړنه د لندن چاپ يوې انګليسې روغتيايي مجلې په وروستۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

څيړونکي وايي کب په زياته کچه د وينې د زياتوالي اسيدونه لري،چې کولاى شي روغتيايي سيسټم پياوړى، د وينې جريان تيز او د دماغو کيمياوي پيغامونه ښه کړي.

دوي همداشان وايي چې په ورځ کې د ګرام لسمه برخه د کبانو د غوړو خوړل، پنځه سلنه د سينې سرطان کموي.

چينايي څيړاندو د ٢٦ پخوانيو مطالعو او څيړنو او په امريکا، اروپا او اسيا کې د ٨٠٠ زرو داوطلبو کسانو په مرسته دا مسله څيړلې ده.