د مبایل چارجولو پرمهال استعمالولو یې «۲۲» کلن ځوان وژلی

د تایلنډ هېواد یو ۲۲ کلن ځوان هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د مبایل چارجولو پرمهال د مبایل استعمالولو له کبله له سخت شاټ سره مخ شو.

د تایلنډ هېواد د ناکون راتچاسیما سیمې یو اوسیدونکی چې په خپل کور کې تنها پر بستر پروت و او مبایل یې چارج ته ایښی و- د شاټ ورکولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ډيلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم کله چې د یاد کس خپلوان د نوموړي کور ته ورسیدل ګوري چې کس پر بستر مړ پروت دی، په لاس کې یې مبایل چې په چارج کې ورکړل شوی و ایښی و، ویل کیږي چې د نوموړي په لاس د بجلۍ شاټ یا سوځېدو نښې هم ښکاریدې.

دا لومړی وار نه دی چې د مبایل چارجولو پرمهال دې انسان ژوند له لاسه ورکوي بلکې یو شمېر داسې پيښې ثبت شوي چې د جعلي چارجرو له کبله یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روان کال په فبروري میاشت کې د تایلنډ په یو شرکت کې کارمند د مبایل چارجولو پرمهال پر دې خبرې کولې چې د شاټ لګیدو سره سم یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ډول یو شمېر پېښې د هغو کسانو سره هم شوي چې د ایفون اصلي مبایل چارجولو پرمهال استعمال یې د شاټ ورکولو له کبله د مرګ لامل شوی، په دې لړ کې پر ایفون مبایل څو واره قضیې ثبت شوي دي.

پوهان د یادو پېښو اصلي لامل خراب یا جعلي چارجر یادوي، دوی وایي چې دغه ډول چارجر استعمالول او بیا د چارج پرمهال پر مبایل خبرې کول اکثره سړي ته شاټ ورکوي چې له کبله یې د ژوند ګواښ پېښیږي، دوی سپارښتنه کوي چې د مبایل چارجولو پرمهال هیڅکله باید پر دې خبرې ونشي.