د مخ داغونه او لکې داسې پاک کړئ

هر ځوان او پېغله غواړي چې ښکلی او جذاب جلد او ښکلې څېره ولري، خو ځینې وختونه د دوی پر مخ تور، نصواري او خړ داغونه (لکې) پيدا کيږي. دغه لکې ډيری په هغه ځايونو پيدا کيږي چې لمر ته مخامخ وي لکه مخ، څټ او لاسونه. ځینې وختونه په مېرمنو کې د هورمونونو د نا انډولۍ او د اولادونو د بندولو ګولۍ خوړلو څخه هم د دوی پر مخ داغونه پيدا کیږي. په طبي اصطلاح کې دغو داغونو ته melisma او chloasma ويل کيږي.

اعراض او علایم

په تندی، زنه، غومبورو او شونډو لاندې تور یا نصواري رنګه داغونه پيدا کېدل

مخنیوی

د مخ داغونو د مخنیوي غوره لار له لمر څخه د جلد ساتنه ده او ميرمنې بايد د اولاد بندولو ګولۍ ونه خوري.

درملنه

Hydroquinone 4 %

کریم سهار او ماښام د مخ له مينځلو وروسته

Tretinoin A 0.05 %

کريم سهار او ماښام د مخ له مينځلو وروسته

Azelaic acid cream 20 %

کريم سهار او ماښام د مخ له مینځلو وروسته

يادونه که له دغو درېيو کریمونو له جملې يواځې يو يې واخلئ، که نتیجه يې ستاسې خوښه نه وه، بيا يې بل کریم واخلئ. ټول په یو ځای مه استعمالوئ.

لیکنه: ډاکټر اجمل درمان