د مرچک لرونکو خواړو خوړلو حیرانوونکې ګټې

د تغذیې متخصصینو پر وېنا، چې په کافي اندازه د مرچک کارول کولی شي، چې ستاسو د زړه روغتیا لپاره ګټه وکړي. مګر دا چاره په اونۍ کې باید درې ځله ترسره شي او له دې زیاته باید ترسره نه شې. د مرچکو زیات استعمال مو زړه ځوان ساتې.

همدغه راز د کاپاساکین په نوم یو مرکب کې دا په ډاګه شوې ده، چې د مرچکو زیات استعمال مو د وینې رګونو پاک ساتلو او پیاوړي کولو کې مهم رول لري. د تغذیې متخصصینو پر وېنا چې د مرچکو زیات استعمال مو د وینې فشار ټیټولو کې مهم رول لري.

ځینې مهمې ګټې یې لاندې هم دي:

د مرچکو زیات استعمال زموږ د زړه په ساتنه کې مرسته کوي.

زیات مرچک لرونکي خواړه ستاسو معده روغه ساتي او په معدې کې د تیزاب مقدار کموي.

زیات مرچ لرونکي خواړه مزاج لوړونکی دي چې دماغ سره مرسته کوي په بدن کې د خوښۍ هورمونونه خپاره کړي.