سه شنبه , 30 اپریل 2024

د مساژ (چاپي کولو) ګټې

داسې ویل کېږي چې پخوانیو خلکو په مساژ(چاپي کولو) تر اوسنیو خلکو ډېر باور درلود، خو داسې نه ده!

د بدن چاپي کول په هره ټولنه او کلتور کې رواج دي. په پخوانیو وختونو کې به یې ځانګړي ځایونه درلودل. ویل کېږي چې د انسان د بدن چاپي کېدل د لومړي ځل لپاره له میلاد څخه درې پېړۍ وړاندې په چین کې ترسره شول. ددې تر څنګ چاپي کول په یونان، ایران، جاپان او هند کې هم اوږد تاریخ لري.

مساژ(چاپي کول) د پوستکي د ښکلا، د عصبي فشار د کمولو او د بدن د نرمښت لامل کېږي، نو له همدې امله یې خلک ډېر خوښوي. دا کړنه په اروپايي هېوادونو کې ډېر مینه وال لري ترڅنګ یې په ځینو ختیځو هېوادونو کې ډېر رواج لري او خلک یې د یوې درملنې په توګه مني.

چاپي کوونکی باید په دې برخه کې پوره تجربه ولري!

ډېری خلک په خپلو کورونو کې دا کړنه تر سره کوي، خو که په سم ډول د چاپي کولو غوښتنه لرئ، ښه داده چې په ځانګړو کسانو دا کار ترسره شي چې په دې برخه کې تجربه ولري.

په ډېری هېوادونو کې مساژ (چاپي کول) خلک په لاس کوي، خو داسې تخنیکي وسایل هم شته چې یوازې د مساژ لپاره جوړ شوي دي چې د بدن د هره برخې چاپي کولو لپاره په کار وړل کېږي.

چاپي کول څه ګټه لري؟

مساژ یا چاپي کول د وینې په جریان، د پوست په ښکلا، د بدن د غړو په نرمښت، د مخ د عضلو او سترګو شاوخوا دردونو په کمېدو، د سردردۍ په له منځه وړلو، او د عصبي فشار په راکمولو کې ډېر رول لري.

مساژ په کوچني او دایروي ډول د وجود له منځنۍ برخې پيلېږي او په ډېرې ارامۍ سره د بدن نورو برخو ته دوام پیدا کوي. همدارنګه لکه مخکې مو چې یادونه وکړه په ډېرې کراری سره د وجود نورې برخې تر فشار لاندې نیول کېږي.

د دې ټولو تر څنګ د پوزې د وېښتانو، د غوږونو دواړه خواوې، د سترګو د ګاټو او د خولې د دواړو خواوو چاپي کول ډېره ګټه لري.

له چاپي کولو مخکې کوم ټکي باید په پام کې ونیول شي؟

له چاپي کولو مخکې مساژ کوونکی کس باید خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځي، همدا رنګه د کریم یا مساژ لپاره ځانګړي تېل مهم دي.

مساژ په کوم حالت کې منع دی؟

که چېرې د وجود پوست مو زخمي وي یا هم که په کومه بله ناروغۍ اخته وی، د دې ترڅنګ که پر مخ مو کوم ډول دانې راختلې وي، نو بیا ښه نه ده چې مساژ وکړی. په داسې حالتونو کې ښه ده چې لومړی ډاکتر ته لاړ شی او خپله درملنه وکړی.

ژباړه: حامد احمدزی