د مطالعې لپاره مناسب وختونه

د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰% کار کوي.

– د سهار د شپږو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې؛ دغه وخت کې مغز تقريبا ۵۰ % کار کوي.

– د شپې لخوا مغزه ۲۰% کار کوي.(هغه کتابونه ولولئ چې معلوماتي وي او د زده کولو اړتیا نه ونه لري).

– په ټولګي کې پر لومړۍ چوکۍ کښېنئ، تر څو درباندې د استاد ډیر پام وي او درس هم له نیږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اول صف کې کېښني تر ډیره پرې د استادانو نیک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي.

– له ۳۰ تر ۵۰ دقیقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې یې د ۱۰ دقیقو تفريح وکړئ. که داسې مو وکړل نو درس به مو په مغزو کې ښه کښېني.

– که چیرته غواړې چې یو لغت یا هیر شوي شيان رایاد کړې، نو د لاس پنجه مو موټی (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډیر فعاله کیږي او دا فعالیدل حافظه تقویه کوي چې په پایله کې به هر څه ښه او ژر رایاد کړئ.

– په یو وخت کې په یوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه ټلویزون لیدل، او خبرې کول پریږدئ. همدارنګه ذهن مو هم یوازې پر لوست متمرکز کړئ او نور سوچونه بل وخت ته پریږدئ.

– په ټولو ټولنیزو رسنیو کې له مزاحمت کوونکو کارونو ځان وساتئ، ډیر زیات یې هم مه استعمالوئ، یوازې په خپله اندازه او هغه هم د زده کړې، تفريح او اړتیا لپاره.

– کله چې امتحان ته ځئ یا پارچې ته کښېنئ، مثبت ذهنیت سره ورشئ او کښېنئ، تیر هغه څه هیر کړئ چې په کوم مضمون کې ناکام شوي یاست، بلکې دې ته مو مثبت فکر واوړوئ.

– د نوي او له دې مشخص کتابه دباندی څه شي لیکل او لوستل ډیر غوره دي. یوازې په یوه درس مه پاتې کیږئ.

– هغه څه چې مو په اسماني رنګه خط لیکلي وي، د هغه خط په نسبت چې په تور رنګ لیکل شوي وي، ژر یادیږي.

– کله چې په یوه مشخص کتاب کې مطالعه کوئ، داسې فرض کړئ چې تاسې به ددې کتاب ځينې موضوعات وروسته تدریس کوئ. دا کار ددې لامل کیږي چې لا ډیر مو هرڅه ژر ياد شي.

– د روزمره ډېرې مطالعې کولو لپاره باید چای یا ډېرو اوبو څښلو څخه استفاده وکړی‌