د معدې ایچ پایلوری څه شی دی! H.pylori

ایچ پایلوری یا halicobacter pylori یوه سپرینګ شکله بکټریا ده چې له بهرني محیطه د خولې له لارې بدن ته ننوځي،دغه بکټریا د معدې د تیزابو پر وړاندې ډیره حساسه ده یعنې د معدې تیزاب نوموړي بکټریا دې ته نه پریږدي چې په معده کې ځای پر ځای شي او هلته تکثر وکړي مګر پوښتنه دا ده چې سره ددغو دفاعي میکانیزمونو بیا هم څنکه کولای شي نوموړې بکټریا د معدې د زخم سبب ګرځي؟

ایچ پایلورې د فلاجیلا په نامه. څلور یا پنځه ښاخونه لري کله چې له مرۍ نه معدې ته داخلیږي نو تر هرڅه دمخه ددغو ښاخونو په ذریعه د معدې Mucus یا لزجي یا سریښناکه پرده سورۍ کوي او ځان د دمعدې د دیوال لمړني قشر یا epithelium سره نښلوي

شاید پوښتنه مو ذهن ته راولاړه شي چې نوموړې بکټریا څنګه دمعدې د دیوال له لمړني قشر سره ځان نښلوي؟

دغه میکروب له خپل وجوده یوه ماده چې د adhesin په نامه یادیږي ترشح کوي چې په ټوله معنی سریښناکه خاصیت لري او د همدې مادې پواسطه ځان د معدې دیوال پورې نښلوي اود خپلو ښاخونو پواسطه ورور د معدې هغو ساحو ته حرکت کوي چرته چې د تیزابو غلظت کم وي.

ددغو بدو خواصو تر څنګ نوموړې بکټریا یو انزایم جوړوي چې د Urease په نامه یادیږي او دغه انزایم بیا د تیزابو پر ضد عمل کوي یعنی په معده کې موجوده یوریا اخلي او پر کاربن ډای اکسایډ او امونیا یې بدلوي او بلاخره دغه دوه توکي د معدې د تیزابو د خنثی کیدو سبب ګرځي او نوموړي میکروب ته د ژوندانه او تکثر لپاره مساعد محیط برابروي.

کله چې بکټریا د معدې یا کوچنۍ کولمې په دیوال کې ځای پر ځای شوه نو پر خپلو مخربو فعالیتونو پیل کوي د معدې د حجراتو پر ضد انزایمونو او ذهرجن مواد جوړوي او د حجراتو د مړیني سبب ګرځي او بلاخره د زخم د منځ ته راتګ سبب ګرځي.

څنکه پوه شو چې زمونږ په معده کې ایچ پایلوری موجود ده؟

علائم:

۱-د خیټې دردونه

۲-د خوړو نه هضمیدل او بلاخره د قبضیت د شتون سبب ګرځیدل

۳-د زړه بد والی

۴-په خیټه کې بادونه

۵-د اشتها نشتون

۶-د خوړو له خوراک نه وروسته د معدې دروندوالی

۷-تور رنګه غایطه مواد

۸-د معدې التهاب

۹-خولې ته د ترشو اوبو راپورته کیدل

۱۰-د سحر لخوا د خولې بد مزه ګي.

که چیرې دغه میکروب تداوي نکړو نو له کومو خطراتو سره به مخ شو

۱-د معدې زخم

۲-دوینې کمبود:که چرته معده زخمي شي نو له دغه زخمه به په دوامدار ډول وینه بهیږي او بلاخره د ضعیفنیا،خستګۍ او سستیا سبب ګرځي چې په ټوله کې د کم خونۍ علایم دي.

۳-د اثنا عشر یا کوچنیو کولمو د لمړنۍ برخې زخم،چې دا هم د کمخونۍ سبب ګرځي.

۴-د معدې سرطان: نوموړې بکټریا د معدې د دیوال د لومړنۍ پردې د حجراتو د سرطان سبب ګرځي،دغه سرطان د MALT په نانه یادیږي او د معدې د یوه بل وژونکي سرطان سبب ګرځي چې د Adenocarcinoma stomach په نامه یادیږي

په دوامداره توګه ددغه میکروب شتون او فعالیت میکروب ته د نږدې حجراتو فعالیت کې سرطاني بدلونونه راولي او دغه بدلونونه د وخت په تیریدو د معدې د سرطان سبب ګرځي،او له بده مرغه نن سبا د معدې په سرطان 80% انسانان هغه کسان دي چې په ټاکلي وخت یې د ایچ پایلوري درملنه نوه کړې!او په ډیر بدبختۍ سره دا هم باید ووایم چې د معدې سرطان یو وژونکی سرطان ده او چرته یې په لمړنیو کې درملنه وکړو نو په سلو کې لس ناروغان ژوندی پاته کیدای شي او متباقي ناروغان یې سره له دې چې درملنه به یې وشي مګر بیا هم تر پنځه کلو د اوږد ژوند نشي کوی.

څنګه کولی شو ددغه میکروب شتون تشخیص کړو؟

په غایطه موادو کې د میکروب شتون د مایکرسکوپ په ذریعه

۲-په وینه کې د نوموړې بکټریا شتون هم د مایکرسکوپ پواسطه لیدلی شو

د مریض د تنفس نه هم دغه بکټریا تشخیص کیدلای شي urea breath test:پدغه معاینه کې مریضی وه محلول چې یوریا لري ورکول کیږي او تر هغې وروسته یې د تنفسې مجرا له لارې په راوتونکي ګاز کې نوموړې بکټریا لټول کیږي.

۴-په مستقیم ډول د انساجو کتنه tissue biopsy نوموړې معاینه تر پورتنیو ټولو معایناتو کره معاینه ده

څنګه یو سالم انسان پر ایچ پایلوري اخته کیږي

هغه انسانان چې په ایچ پایلوري اخته دي په ورځني ډول په میلیونو بکټریاوې له خپلو بولو یا غایطه موادو سره بهرني محیط ته انتقالوي او چاپیریال پرې ککړوي دغه میکروب که چرته د څښلو اوبه ملوثې کړي او یو سالم انسان دغه ککړې اوبه وڅښکي نو پرته له کوم شکه به ددغه میکروب له وژونکو پایلو سره مخ کیږي.

دویم: هغه انسانان چې پر خپله معده کې نومړی میکروب حمل کوي که چرته کانګې یا استفراق وکړي نو پرته له شکه پر خپلو استفراقي موادو به میلیونونه ایچ پایلوري جاپیریال ته را منتقل کړي چې له سببه یې نورمال او سالم انسانان ددغه میکروب له مبتلا کیدو سره مخ کیږي.

Copy