د مـڼې يـو ګـيلاس شـربـت مـو بـدن تـه دغـه حيرانونکې ګـټې لــري!

مڼه د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړې او غوره خواړه ګڼل کېږي. په نړۍ کې د مڼې تولیداتو له نظره چین لومړۍ او امریکا دوهم مقام لري.

دغه مېوه بې شمېره ګټې لري او کولی شي انسان له بې شمېره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د مڼې له ځینو ګټو سره اشنا کوو کوم چې د غښتلی او سالم بدن لرلو کې ډېره زیاته مرسته کوي.

۱- د زړه روغتیا لپاره ډېره ګټه لري

مڼه د انټي اکسېډنټ تر ټولو غوره منبع ده. دغه خواړه خپل ترکیب کې زیاته اندازه پولیفینول (Polyphenol) او فلیوونایډز (Flavonoids) لري کوم چې د زړه روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور دی. دغه مېوه بدن کې د مختلفو منرالونو او پوتاشیم اړتیا پوره کوي کوم چې د زړه روغتیا لپاره اړین ګڼل کیږي. په ورځنۍ ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه د زړه روغتیا او فعالیت نورماله ساتي.

۲- له نفس تنګۍ څخه مخنیو کوي

د مڼې یو له غوره خاصیتونو څخه دا دی چې دغه میوه خاصه اندازه فلوونایډز (Flavonoids) لري. د فلوونایډز نومې مواد د نفس تنګۍ څخه مخنیوی لپاره یو له غوره درملو څخه ګڼل کېږي. له دې سربېره فلوونایډ د انسان سږې پیاوړې کوي. څېړنو ثابته کړې چې د مڼې د اوبه ورځنۍ استعمالوونکو سږې نسبت نه استعمالوونکو کسانو ته ډېر روغ او پیاوړی وي.

۳- ځیګر صفا کوي

په مڼه کې شته قلوي خاصیت (Alkalinity) په ځیګر کې شته زهري او مضر مواد له منځه وړي. له دې سربېره د انسان په بدن کې د تېزابیت اندازه نورمال ساتي. د مڼې په پوسټکي کې شته پیکتین (Pectin) نومې مواد هاضمې سیسټم په پیاوړي کولو کې ځانګړی ارزښت لري.

۴- مضر کولیسټرول کموي
له نورو ګټو تر څنګ مڼه د مضر کولېسټرول په کمولو کې هم ځانګړی ارزښت او اثر لري. کولېسټرول یو له هغو ناروغیو څخه دی چې د زړه رګونه زیانمنوي او انسان د زړه په ناروغیو اخته کوي. په ورځنۍ ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه مضر کولېسټرول کموي او د زړه رګونه صفا کوي.

۵- هډوکي غښتلي کوي

مڼه زیاته اندازه ویټامین سي (C)، اوسپنه (Iron)، برون (Boron) او نور ګټور مواد لري. یاد ګټور مواد یو ځای د انسان هډوکي پیاوړی او غښتلی کوي.
کاپي…