د منفي احساساتو لاملونه

سپیناوی کول پرېږدئ!

غیر منطقي دلیل او بهانه مه لټوئ! ځکه، چې د منفي احساساتو لومړی لامل سپیناوی او دوهم لامل یې بې ځایه دلیل او بهانه لټول دي. غیر منطقي دلایل یعنې «هر هغه څه ترسره کول کوم، چې د ټولنې له نظره د منلو وړ نه وي».

تاسو، چې د خپل ترسره کړي کار په اړه بهانه لټوئ او معمولا هڅه کوئ تر څو په ډول ډول لارو ستاسو د هغه څه په اړه کوم مو، چې ترسره کړي دي خپل ځان مو د حق وړ وګرځوئ، په حقیقت کې تاسو په دا ډول بې منطقه دلایل منفي احساسات د تل لپاره ژوندي ساتئ.

سپیناوی او بهانه لټونه داسې مثال لري؛ تاسو داسې یو کس لټوئ او یا یې پیدا کوئ تر څو خپله ګناه د هغو پر غاړه واچوئ. په حقیقت کې تاسو یو نمایش(ښودنه) په لاره اچوئ او په هغو کې د قربانۍ نقش په خپله غاړه اخلئ او نور کسان د یوه ستمګر ظالم (په منفي نقش کې) لوبوئ.

د نورو د رایو زغمل:

د منفي احساساتو بل عامل له تاسو سره د نورو چلند په اړه له حد څخه زیاته اندېښنه او زیات حساسیت(نازکتوب) دی. د ځینو کسانو په شخصي انګېرنه د خپل شخصیت په اړه د ویلو او حتې د لیدلو هر ډول طرز د نورو کسانو په شان کېږي. هغوی ډېر کم وخت خپل شخصیت د نورو په رایو نه ارزیابي کوي. که چېرې زموږ دا نظرات یا کړنې په منطقي او یا په غیر منطقي دلیل منفي وي نو موږ به ډېر ژر د غمګینۍ، خفګان، شرمېدلو او حتی ناهیلۍ او داسې نورو بدو احساسونو په کړۍ کې بند پاتې شو. هېر نه کړئ یواځې تاسو په خپله مسئول یاست:

د احساساتو بل بد منفي لامل تورنول دي. زه د منفي احساساتو په سمینارونو کې دې موضوع لپاره یوه ونه مثال ورکوم. د دې ونې تنه(منفي احساسات) د نورو د تورنولو لپاره هڅه کول زموږ خپله ستونزه ده. کله، چې ددې ونې تنه قطع کړئ، ددې ونې ټوله میوه(د بل ټول منفي احساسات) ژر تر ژره وچېږي. بل مثال کله، چې د برق له ساکټ څخه دوه شاخه لین وباسو ټول هغه لامپونه کوم چې ورته تړل شوي دي سم د لاسه ټول لامپونه مړه کېږي.

که غواړئ بریالي او سرلوړي واوسئ او یا داسې ژوند وکړئ تر څو هېڅ څیز یا هېڅ کس له لاسه ورنه کړئ نو سپیناوی(خبرسپینونه)، بهانه لټونه، دلیل ویل او داسې نور منفي ټکي له ځان څخه لرې کړئ او لوی تحمل لرونکي واوسئ.

کاپي…