د میوو پوستکي هم د درملو په توګه استفاده کېږي

لیکوال : منهاج الدین منصور

ـ د مالتو پوستکي:

د مالتو پوستکي د سي ویټامین غوره سرچینه ده. که چېرې یخ وهلي یاست او یا شدید زکام لرئ، نو د مالتو پوستکي په اوبو کې جوش کړئ او وروسته تر سړېدو پکې شات ورګډ کړئ، ویې څکئ. وړاندې تر دې چې مالتې له پوسته کړئ، ښه یې پاکې ووینځئ. د مُربا د خوند زیاتوالي لپاره هم د مالتو له پوستکو استفاده کېږي، خو تازه پوستکي یې.

ـ د مڼو پوستکي:

اکثر خلک تېروتنه کوي، دوی لږ ځان نه په زحمت کوي، چې مڼې ووینځي، د پاکوالي لپاره یې مڼې له پوسته کوي. دوی په حقیقت کې پدې کار سره د مڼو درې برخې ویټامینونه اېسته غورځوي، ځکه چې د ټولې مڼې په پرتله په پوستکي کې یې ویټامین زیات وي.

د مڼو پاک پوستکي وچ کړئ. وچ پوستکي په چای کې واچوئ، ښه مزیدار چای به ترې جوړ شي. هغوی چې د پوستکي له وچوالي شکایت لري، نو د مڼو له پوستکي جوړ چای دې وڅکي. هغوی چې د ګوردو ستونزې لري، نو هره ورځ دې د مڼو یوه کاچوغه مربا وخوري، ګوردې به یې ښه کار کوي.

ـ د لیمو پوستکي:

د لیمو په پوستکي کې هم د سي پریمانه ویټامین شته دي. د تروشو لیموانو پوستکي لمر ته وچ کړئ او په اونۍ کې یو ځل پرې غاښونه لکه دنداسه پاک کړئ، غاښونه به مو ورسره سپین او ورۍ به یې کلکې شي.

که په چای کې د تروشو لیموانو وچ پوستکی واچوئ، نو د ټوخي لپاره هم ښه نسخه ده.

ـ د نارنجو پوستکي:

که په چای کې د نارنجانو وچ پوستکی واچوئ او تر سړېدو وروسته پکې یوه کاچوغه شات او دوه کاچوغې د نارنجانو د ګلانو اوبه ورګډې کړئ، نو د بې خوبۍ د لمنځه وړو کافي شافي نسخه ده.

که تاسو هم له دې ستونزې سره مخ یاست، نو بیا باید تر خوب دوه ساعته وړاندې دغه نسخه عملي کړئ.

ـ د انارو پوستکي:

هغوی چې غاښونه وېستلي وي، نو د وینې د مخنیوي لپاره دې د انارو پوستکي جوش کړي او بیا دې په خوله کې غرغره کړي او تر نیمې دقیقې وروسته دې له خولې توی کړي. همدا ډول که د چا وریو منګ نیولی وي، نو ډاکتر ته تر رسېدو پورې دې د انارو وچ میده شوی پوستکی پرې کېږدي.

ـ د کیلو پوستکي:

د کیلې د پوستکي داخلي خوا د غاښونو د سپینولو لپاره ښه نسخه ده، خو که چېرې مو پیسې وشمېرلې یا مو ګوتې په بل څه خیرنې شوې، نو د کیلې د پوستکي په داخلي خوا یې وموښئ پاکې ستره به شي.