د مېلمستيا اصول:

١ – که د چا ميلمه شوي، نو په دروازه چې ور ننوزي کوشش وکړه چې کوربه مخي ته کړﺉ او ته يې له شاه روان شه، په دې سره به د هغه ستر او پردې ته زيان نه رسيږي.

٢ – په کوټه (مهمانخانه) کې پر هغه ځاي باندې کینه کوم ځاي چې کوربه درته انتخاب کړي، هسي نه چې ته په خپله پر داسي ځاي کښيني چې هغلته د کور د زنانوو غږونه اوريدل کېږي، او يا د کوټې له هندارو د کور يو حصه ښکاري.

٣ – د کوربه په کور ، کوټه، ماشومانو، ډوډۍ ، اشپزي… کې عيبونه مه لټوه، ځکه په دې سره کوربه بې حده زيات خفه به شي.

٤ – له کوربه سره د هغه په کوټه او د هغه پر فرش باندې د شخصي دعوې، بيعې، اخستنې او خرڅونې په اړه فيصلې مه کوه او مه شی ترې غواړه، ځکه کوربه شرمېږي او ستا مراعت کوي، او د ميلمه پالنې په خاطر هغه مجبوره دی چې په ياده بيعه او غوښتنه کې ډير تاوان پر ځان ومني.

٥ – پر دسترخوان باندې پراته چې څومره خواړه دي، له ټولو څخه يې کافي اندازه وخوره، که يې ونه خوري نو کوربه به د هغو خوړو په پخلي کې نقصان حس کړي او خفه به شي.

٦ – د چا په کور کې چې مو ډوډۍ وخوړله، نو په هغه کور کې دشپې تر ناوخته مه کینئ، يا هغلته ويده شئ او کوربه ته اجازه ور کړﺉ، او يا خپل کورته اجازه ترې واخلئ.
او دا کار شرعاً هم منعه دی چې څوک د چا په کور کې تر ناوخته کینی.

٧ – که کور مو نژدي وي نو د سهار چايو ته په يوه صورت هم د کوربه په کور کې مه پاتيږﺉ.

٨ – تر ټولو غلط کار دا دی چې تاته يو څوک دعوت درکړې، او ته له ځانه سره دري څلور نفره نور د هغه کس کورته پرته له دعوته ورولي، دا کار ځکه بد دي چې کوربه په هغه اندازه آمادګي نه وي نېولي څومره چې تا ميلمانه وروستلي دي، نو د هغه ميلمه پالنه به ظاهراً تر سوال لاندې راشي.

٩ – که ته له کوربه سره ګپ او شوخي لري، نو که په کوټه کې د هغه پلار يا وروڼه درسره ناست وو، بيا نو له هغه سره د پخوا غوندې ګپ مه کوه ځکه اوس د هغه وروڼه او پلار ناست دي. واورئ دا بعضي

١٠ – ته که هر څومره پر راغلی ميلمه باندې په مال، جايداد، نسب، رتبه، استعداد… کې لوړ يې بيا هم ته مجبوره مکلف يې چې د ميلمه ښه په لوړه کچه عزت وکړي، ځکه ميلمه زموږ په اسلامي اصولو کې خورا لوړ مقام لري.

١١ – له ميلمه سره درخصتيدو پر مهال د کور يا کوټې تر خروجي دروازې ضرور ځه، ځکه دا مسنونه طريقه ده.
کاپي…