د نرم پوستکي لرلو لپاره دغه خواړه وخورئ!

ژباړن: حضرت عثمان نوري

د نرم پوستکي درلودل په پراخه کچه د هغه څه پورې تړاو لري چې تاسو یې هره ورځ وخورئ، نو هغه څه وخورئ چې ستاسو پوستکی پرې ډېر ښکلی کیږي.

هر انسان ددې تمه لري چې د پوستکي ښکلا تر څنګ دې د روغتیا خاوند هم وي، د وزن کنترول، له رواني ناروغېو نجات او د کورنېو ستونزو لرې وي، ددې لپاره چې تاسې دغه ذکر شوي نقاط کنترول کړئ، نو دلته د خوراکي توکو له جملې څخه د خوړو یو څه عناصر اضافه کوو، چې ستاسو د پوستکي روغتیا لپاره ښه درمل دي او پوستکی به ورسره روغ او خورا ښه وساتی.

1- ځینې ​​غذايي خوراکي توکي لکه د میوو او ترکارۍ اوبه، شیره او د روميانو جوس کولای شي ستاسو په بدن کې د مایعاتو کچه لوړه کړي. ډاکټران باور لري چې د مایعاتو او جوس استعمال ستاسو د وجود او په ځانګړي ډول ستاسو د پوستکي لپاره خورا ښه درمل بلل کیږي. ډاکټران ټینګار کوي چې د مایعاتو او جوسو استعمال د لیټیک اسید تولید کموي، همداراز لیکین ستاسو پوستکی د زیان لرونکې لمر وړانګو څخه خوندي ساتي، لمر د انټي اکسیدینټونو مضرې وړانګې لري، چې په دغه غدايي توکو استعمال سره ستاسو د پوستکې لپاره د سکېنر په حېث دنده سرته رسوي.

2- شین چای د هورمونونو په کمولو او د اکین سره په مبارزه کولو کې خورا ښه ونډه لري. هره ورځ د دریو څخه تر پنځو ګیلاسه چای ستاسو پوټکي ته ترټولو ګټور اغیز لري. دا د انټي اکسایډیدونکی بډایټ مشروبات دی چې په استعمال سره یې ستاسو پوټکی ځوان او له هر ډول مضرو ناروغېو لکه د پوستکي داغ، داغ کېدل او خارښت څخه ژغوري.

3- یوې څېړنې ښودلې ده، هغه خلک چې په خپلو خوړو کې مایعات او سمندري کبان لکه ماهي څخه استفاده وکړي، پوستکی به یې لږ کمربند ولري، د امیګا -3 فایټ اسیدونو له امله چې په کب او غنمو کې خورا زیات دي، ستاسو پوستکی روښانه ساتي او د Omega-3 د اخته کېدو او خوندیتوب په درملنه کې خورا ښه آغېز لري.   ډاکټران ټینګار کوي، که تاسې له کب خوارک څخه ګټه نه شئ اخیستلی، نو د کب د غوړو اضافي درمل استعمال کړئ.

4- د وریجو اوبه ډېر منرالونو او ویټامینونه لري، په آسیا لویه وچه کې د وریجو د اوبو څخه د ښکلا په موخه ډېره استفاده کیږي. د پوستکي رنځ پوهان وايي: د وریجو اوبه پوستکی د رطوبت څخه ژغوري او د وچوالي څخه یې مخنیوی کوي. که تاسې وریجې تر هغه وخته په اوبو کې وایشوئ چې په بشپړ ډول پخې شي، بیا ورځنې پخې شوې اوبه جلا کړئ او بیا یې د لاندې زینتي ګټو په موخه استعمال کړئ

د وریجو اوبه د مخ د ښه والي، د پوستکي روڼوالی، د روغو او ځلانده وېښتانو، د مخ د مسامونو (سورېو) لپاره خورا ښه او ګټور درمل بلل شوي دي.

نوټ: د وریجو اوبه د انسان په ښکلا کې ستر رول لري، دا چې ډېری کورنۍ وریجې د عامو غذايي توکو په حېث استعمالوي، نو تاسو یې د وریجو د اوبو (The Water of Rice) څخه استفاده وکړئ او د ښې روغتیا تر څنګ مو ښکلا دوه چنده کړئ.