د نفس اصلاح لپاره څلور (۴) اصول دي!

۱- مشارطه:

د خپل ځان سره شرط ولګوه، چې ګناه بۀ نۀ کوم.

۲- مراقبه:

مطلب دخپل ځان څخه څارنۀ وکړه، چې آیا (گناہ) خو به مې نۀ وي کړې.

۳- محاسبه:

په هر وخت کې له خپل نفس سره حساب وکړه، چې څومره ګناه مې کړې او څومره مې نېکۍ کړي دي.

۴- مؤاخذه:

که نفس په ورځ کې کومې نافرمانۍ کړي وي، هغه تۀ سزاء ورکړه او سزاء دا ده، چې پر هغه د عبادت بوج واچوه.

(امام غزالي رحمه الله علیه، احیاء علوم الدین)

ـــــــــــــــــــــــــــ

کاپي: خــــــالد