د نړۍ تر ټولو شتمن کس په ۱۷ دقیقو کې «۱۳» ملیارده ډالر وګټل

د نړۍ تر ټولو شتمن کس تیره اونۍ یوازې په ۱۷ دقیقو کې په خپله خزانه کې ۱۳ ملیارده ډالر اضافه کړل.

د جنوري په ۳۰مه نېټه د امازون مشر «جیف بیزوس» یوازې په ۱۷ دقیقو کې خپله مالي خزانه له ۱۱۶ ملیارده ډالرو څخه ۱۲۹ ملیارده ډالرو ته پورته کړه.

په یاده نېټه د مازدیګر په ۴:۱۶ بجې په امازون ډاټ کام (Amazon.com) باندې د غځول شوې سوداګرۍ په جریان کې له توقعاتو پورته په پلور کې ۱۲سلنه لوړوالی راغلی و چې له کبله یې د ۲۰۱۹م کال په وروستۍ درې میاشتو کې یې ۸۷ ملیارده ډالر ګټلي وو.

مګر د ورورستي نرخونو په لوړوالي سره د امازون شرکت یوازې په څو دقیقو کې خپل عاید له ۸۷ څخه تر ۱۰۰ ملیارده ډالرو ته پورته کړل او د نړۍ تر ټولو ستر شرکتونو (ګوګل او ایپل) سره په یوه کتار کې حساب شو.

د امازون مشر اوسمهال په انلاین بازار کې ۱۲ سلنه ونډه لري، په داسې حال کې چې دده پخوانۍ میرمن مکینزي چې ۱۹.۷ ملیونه ونډه ورکړل شوې وه شاوخوا ۴سلنه مالکیت لري.

۵۶ کلن نړیوال ملیاردر په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې هغه به شاوخوا «۱» ملیارد ډالر ۳۲ مختلفو سازمانونو ته د بېځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ورکړي.

نوموړي د ۲۰۱۸م کال په ستمبر میاشت کې د (بیزوس ورځ ۱ فنډ) په نوم خیریه بنسټ پرانیست چې د بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي او دغه راز یې د ټيټو عاید لرونکو ټولنو لپاره نوي ښوونځي پرانیستل.

په ۲۰۱۸م کال کې بیزوس په ۱۶ ایالتونو کې د بېځایه شویو کورنیو لپاره د مختلفو سازمانونو سره «۹۷.۵» ملیونه ډالر مرسته کړې ده.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۹م کال په جنوري میاشت کې د امازون مشر له خپلې میرمنې مکینزي طلاق واخیست، چې په بدل کې یې میرمنې ته ۳۵ ملیارده ډالر ورکړل.