د نړۍ 5 هغه خورا خطرناکې ناروغۍ چې یوازې د اوښکو تویولو سره درملنه کیدی شي

لیکنه: اناهیتا ځواک

 

خدائ تعالی انسان ته د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره بیلابیلې لارې ورکړې دي. په خوښۍ کې موسکا کول او په درد کې ژړل داسې نعمتونه دي، د کومو لپاره چې څومره مننه وکړو، کمه به وي. ژړل عموما د کمزورۍ نښه ګڼل کیږي؛ مګر اوس د عصري ساینسي څیړنو له مخې ژړل نه یوازې یو څوک له ډیرو خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري، بلکې هغه د کمزوري کولو پرځای د فزیکي او رواني پلوه عم پیاوړی کوي.

درې ډوله: د انسان له سترګو څخه راوځي:

لومړی ډول اوښکې د یو نل څخه د ورځې په اوږدو کې راوځي، کومې چې سترګو ته رطوبت چمتو کوي، له کومه چې سترګې لمدې پاتې کیږي او لینز یې خوندي ساتل کیږي.

دوهم ډول اوښکې هغه مهال د انسان له سترګو څخه راوځي، کله چې د سترګو دننه د شګو ذرې یا خځلې وغیره دننه شي او دا اوښکې د سترګو د پاکولو لپاره راوځي.

پداسې حال کې چې دریم ډول اوښکې د انسان له سترګو څخه هغه مهال راوځي، کله چې هغه په ​​احساساتي ډول اغیزمن کیږي. له دې اوښکو سره داسې هورمونونه هم خارجيږي چې داسې انسان ته په احساساتي توګه راحت ورکوي. دریم ډول ژړا انسان له ډیری ناروغیو څخه هم خوندي ساتي، چې موږ یې اوس دلته یادونه کوو…

1- له خپګانه ځان بچ کیدل

خپګان په روانو وختونو کې په چټکۍ سره هغه خپریدونکی رواني اختلال دی، له کومه سره چې انسان د احساساتي تشویش او د مزاج بدلون سره مخ کیږي.
ژړا کول د احساساتو لوړولو هورمون لوی مقدار له بدن څخه خارج کوي. چې له دې سره یو انسان د خپګان غوندې خطرناکې ناروغۍ څخه بچ کیدی شي.

2- د زړه ناروغۍ پروړاندې دفاع کوي

د احساساتي فشار له امله د زړه ناروغۍ امکانات خورا ډیر شوي دي. د زړه د خلاصې ژړا سره اعصاب ارامیږي، کوم چې د زړه په شریانونو مستقیم تاثیر لري او هغه بیا خپل عمل په ښې طریقې سره پر مخ بیایي، او له دې سره د زړه د حملې په امکاناتو کې کموالۍ راځي.

3- د وینی فشار ټیټوي

له ژړا سره د وینی فشار لوړولو والا نمکیات له بدن څخه خارجيږي، له کومې سره چې د وینې لوړ فشار راټیټیږي او د وینې فشار نورمال کیږي. چې له دې سره د پښتورګو ناروغیو څخه هم ساتنه کیږي.

4- لید ته وده ورکوي

د اوښکو راتلو په پایله کې خارجیدونکي اوښکې سترګې مينځي او پاکوي، کوم چې د سترګو لید ته وده ورکوي.

5- د بدن دردونه اراموي

د وروستیو څیړنو له مخې؛ د ژړا سره له بدن څخه اکسیټایسین او انډورفین نامي کیمیاوي مواد خارجیږي، کوم چې انسان سره د دردونو څخه خلاصون کې مرسته کوي او انسان ارام احساس کوي.