د هګۍ ژیړ که سپين، کوم یې ډیر ګټور دي؟

هګۍ د پروټین او د غذایي رژيم لرونکو خوارکونو په ډله کې شاملیږي چې په هر عمر کې د سبا ناري لپاره غوره انتخاب شوي خواړه دي.

پوهان وایي چې د هګۍ خوټول یا په اوبو ایشول ددې تر ټولو سم استعمال دی، که چیرې په غوړو کې پخې شي نو د هګۍ په ژیړ کې ځانګړې اندازه غوړ او نور عادي غوړي ګډول په دې کې د کالوریز کچه زیاتوي، خو په خوټول شوې هګۍ کې ۷۷ کالوریز یا ۳.۵ ګرامه غوړ موندل کیږي چې مناسب دي.

که چیرې هګۍ په غوړو کې پخه شي په دې کې ۹۰ کالوریز او ۷ ګرامه غوړ موندل کیږي خو په خوټولو سره په دې کې زیات بدلون نه راځي او په خپل ګټور حالت کې پاتې کیږي.

د هګۍ ژيړ

د یوې هګۍ په ژیړو کې ویټامن ای، ډي، اي، کی، بي ۶، بي ۱۲، فولک او داسې نور اسیدونه موندل کیږي،  د هګۍ ژیړ خوړلو سره بدن د ویټامن ډي څخه برخمن کیږي چې بیا وګړو ته په لمر کې د کښېناستو اړتیا نه لیدل کیږي.

د هګۍ په ژیړ کې کلسیم، وسپنه، میګنیشم، فاسفورس، کوپر، زنک او داسې نور مواد هم موندل کیږي چې د بدن لپاره اړین ګڼل کیږي.

د هګۍ سپين

د هګۍ په سپينه برخه کې د کولیسترولو کچه نه موندل کیږي، بلکه ۴ ګرامه پروټین، سودیم ۵۵ ملي ګرامه، ۱۷ کالوریز، ۳.۱ ګرامه فولک اسیدونه، ۳.۲ ملي ګرامه کلسیم، فاسفورس ۹.۴ ملي ګرامه، پوټاشیم ۸.۵۳ ملي ګرامه او ۶.۳ ملي ګرامه میګنیشم موندل کیږي.

د هګۍ ژیړ وخوړل شي که سپین؟

د څیړنو له مخې د هګۍ ژیړ یې د سپين څخه زیات ګټور دي، د میکسیکو د الینوای پوهنتون په یوه څیړنه کې ثابته شوې چې د هګۍ ژیړو څخه پرته یې یوازې سپین خوړل د خیټې یو ډول ناروغۍ «ممپس» ګواښ زیاتوي.

پوهان زیاتوي چې د هګۍ په ژیړو کې د غوړو شتون او په سپینو کې د غوړو نشتوالي له کبله بشپړ هګۍ یوه طبیعي او ګټور خواړه دي، باید د استعمال پرمهال دواړه وخوړل شي.

د الینوای پوهنتون غذایي رژيم کارپوهانو په وینا چې هګۍ یو بشپړ او طاقت لرونکې غذا ده، په هر عمر کې ددې ورځنی استعمال د بدن لپاره ګټور دی، له همدې امله د هګۍ څخه ژیړ یا سپين لرې کول پرځای باید ددې بشپړ استعمال وشي او په دې کې د ټولو طبیعي او غذایي توکو او پياوړو اجزاو څخه ګټه پورته کړل شي.