د وزن په زیاتوالي کې د قهوې رول!

مخکنیو څېړنو ښودلې وه چې ډېره قهوه څښل د وزن د کموالي لامل کېږي، خو اوس روغتیاپالان وایي، هغه کسان چې د ورځې پنځه پیالې قهوه څښي، د وزن له زیاتوالي سره سره یې د شکرې پر ناروغۍ هم اخته کولی شي.

د قهوې په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ ځینې وایي، هغو کسانو چې د وزن د کموالي لپاره یې غذایي رژیم نیولی دی، باید قهوه هم وڅښي؛ معنا دا چې د قهوې څښل وزن کموي، خو وروستۍ څېړنې بیا وایي، په زیاته اندازه د قهوې څښل د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

په اصل کې قهوه په دواړو حالتونو کې خپل اغېز لري، خو اصلي خبره د قهوې په ډول کې ده چې په څه ډول تیاره شي او ترې ګټه واخیستل شي.

زه خپله  د ډېرې قهوې څښلو پلوی یم، خو اوس اوس مې په ذهن کې دا پوښتنه را پيدا شوې چې ایا قهوه په رښتیا هم وزن زیاتوي؟

کله چې غواړئ، د قهوې ګټې او تاوانونه وڅېړی، یو شی باید هېر نه کړئ؛ هغه دا چې قهو هم یو ډول اعتیاد لري؛ ځکه هغه کسان چې د یو څه وخت لپاره قهوه وڅښي، بیا یې نو بې له قهوې ژوند سخت وي.

لیکنه : حمیدالله حمیدي