د ونو د اړتیا وړ اوبو مقدار مالومول

نن سبا چې د ونو بوټو کرلو موسم دی او  داټکل له مخې به د تیر په څیر  سږکال هم میلیونونه ونې وکرل شي خو  پوښتنه داده چې هرکال کرل کیدونکو ونو بوټو سمه پالنه کیږي ؟ .که د ونو کرل یو ملي مسولیت دی نو د هغوی پالنه له دې زیات مسولیت دی . ونو ته پروخت د اړتیا وړ  اوبو رسول ددې پالنې مهم جز دی.

ونو لپاره د  اوبو دقیق مقدار پیداکول په ډیرو فکتورونو پورې اړه لري لکه

۱- د سیمې باد ،

۲- باران ،

۳- نسبي رطوبت او

۴- لمریزو ساعتونو  اندازه ،

۵- د ونو بوټو او خاورې ډول

د پورته فکتورونو سربیره د ونو د اړتیا اوبو مقدار د هغې  دعمر او ډډ (trunk)  د قطر په پیړوالي پورې هم اړه لري.د یو عام اصل په توګه د ونې ډډ د هرانچ قطر لپاره په اونۍ کې  50  لیتره  یا لس ګیلنه اوبو ته اړتیا ده.که ونې د ډډ قطر 2   انچه وي په اونۍ کې  100  لیتره یا20  ګیلنه اوبه غواړي . په ترتیب سره د قطر  هر انچ په زیاتیدو سره لس ګیلنه ورزیاتیږي. د اوبو په دې مقدار کې هغه انتقالي ضایعات شامل نه دي چې د انتقال پرمهال  ضایع کیږي.

د ونې ډډ(trunk)  قطر پیداکولو لپاره تر څلور انچه قطر لرونکو ونو قطر باید د ځمکې له سطحه شپږ انچه پورته برخه کې اندازه او د معیار په توګه وکارول شي،له څلور انچ قطر پورته لپآره د ونې ډډ دځمکې له سطحه یو فوټ پورته اندازه شي.

ونه چې کله نوې وکرل شي  زر،زر اوبو ته ضرورت لري اودوه اونیو پورې باید هره دویمه ورځ اوبه ورکول شي چې په یوځل اوبوورکولو مقدار یې  دیوانچ قطر لرونکې ونې لپاره له 7.5  لیتره څخه کم نه وي. له دوه تر دولس اونیو پورې هره دریمه ورځ اوبه ورکول شي.او له دولس اونیو وروسته تر یوکال پورې اونې کې یوځل اوبه ورکول شي.یو کال وروسته چې د ونو ریښې مضبوطي شي په اوړي کې په میاشت کې یوځل او ژمي کې هرو دوو میاشتو کې یوځل اوبه ورکول شي.دا مهالویش مطلق نه دي ،که هوا ګرمه وي او باد لګیږي نو بیا باید د ونې د ضرورت سره سم مهالویش برابر شي.

د اوبو ورکولو پرمهال هم باید ونې ډډ قطر په پام کې ونیول شي.دوه انچه قطر لرونکې ونې هره ځل اوبو ورکولو مقدار لس لیتره ،درې انچه قطر پنځلس لیتره او څلور انچه قطر شل لیتره .ددې لپاره چې د ونو ریښو کې اوبه په ښه توګه زیرمه شي باید په کال کې یو عضوي خمیره مواد ورکول شي.کیمیاوي یوریا ډیری وخت ونو ګټور نه تمامیږي په ځانګړي ډول وچ اقلیم لرونکو سیمو کې .

ونو ته څنګه اوبه ورکول شي؟

۱- اوبه مستقیما د ونې ریښې ته ورکول شي.

۲- باید ډاډ ترلاسه شي چې د ریښو شاخوا  ډکون لوند  شوی.

۳- د ونو ریښې  په یو کال کې تقریبا 18  انچه غزیږي نو د وخت په تیریدو سره د ونې چاپیره طشت پراخه کړای شي او ټول اوبو لاندې شي.

۴- د ونو ریښو شاخوا  د څلور انچه اوچتوالي سره پوله ورکول شي چې اوبه له ونې ریښو ونه تښتي.

۵-  د ونې ریښو ته په کراره سره اوبه شي.

۶-  هڅه وشي ونو د سهار شپږو بجو وړاندې او مازیګر شپږو وروسته اوبه ورکول شي.

۷-  ونې ته له حده زیاتې او یا له حده کمې اوبه ورکول دواړه ونې ته زیان رسوي.

کاپي…