د ویني لوړ فشار د کنټرول او مناسب وزن جوړولو لپاره غوره درمل

طبي ماهرین وایي، که غواړئ د ویني له لوړ فشار څخه په امن او د مناسب وزن څښتنان و اوسئ نو د هر سهار په پیل کې د ادرکو اوبه وڅښئ.

دوی وايي، د ادرکو د اوبو منظم کارول د وینې فشار لو فشار ټيټوي او د وزن کنټرول ساتلو کې هم ډېره مرسته کوي.

د دوی په باور، د دې ترڅنګ انفلاسیون ضد ایجنټ او انټي اکسیډینټ هم د سرطان پر وړاندې دفاع کوي.

ادرک عمومآ زموږ او ستاسو په خوړو کې د ذایقې برابرولو په موخه کارول کېږي چې ډیری خلک یې اوس په چایو کې هم اچوي.

پوهان وایي هر سهار د ادرکو اوبه په نهاره څښل د چاغوالي له منځه وړلو، د وینې  فشار او کولیسټرولو په کنټرول کې مرسته کوي.

دوی دغه راز زیاتوي چې د ادرک اوبه د هاضمي ستونزې او د ملا درد اراموي یا هم کموي.

دلته د ماهرینو له خولې درسره د ادرکو د اوبو د استعمال په اړه هم معلومات شریکوو.

د ماهرینو د معلوماتو له مخې، لومړی لږه اندازه د ادرک ټوټې، یو نیم لیټر اوبه او یو لیمو واخلئ او اوبه د اېشولو لپاره په اور کېږدئ.

دوی وایي، کله چې اوبه په جوش راشي ، بیا د ادرک ټوټې ور اضافه کړئ او پرېږدئ چې د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې په ټیټه تودوخه وه واېشېږي.

د اوبو له ښه جوش وروسته یې یخې کړئ او لیمو وراضافه کولو سره یې وڅښئ.

ماهرین وايي، چې د ادرک یو ګلاس اوبه باید د د سهار سبانارې دمخه او یو ګلاس د ماښام ډوډۍ څخه مخکې وڅښل شي.

 

د طبی ماهرینو په وینا، که چېرته دا نسخه هر سهار کې په نهاره وکارول شي، نو ډیرې ګټې لري.

کاپي…