د ویني لوړ فشار

لیکوال :  دوکتور محمدیونس ظهیر

د میروس حوزوي روغتون د داخله ډیپارټمنټ ټرینر متخصص

تعریف: د فشار لوړوالی تر داسي اندازې چي د (TOD) خطر رامنځ ته کړي، د لوړ فشار په نامه یادېږي.

لوړ فشار عموماً پر دوه ډوله دی.

۱، ابتدائي لوړ فشار: په مزمن ډول د ویني د فشار لوړوالی (تر ۱۴۰/۹۰mmHg زیات) د يوه تعریف کوونکي سبب د نه موجودیت په صورت کي عبارت د لومړني Hypertension څخه دی، چي د لوړ فشار د ناروغانو د ۹۰-۹۵% افراد همدا ډول لوړ فشار لري.

۲، ثانوي لوړ فشار: چي د لوړ فشار علت یې معلوم وي یا چي د ويني د لوړ فشار له پاره يې سبب د پېژندلو قابلیت لري. په لاندي ناروغانو كښي د ثانوي هايپرتينشن احتمال كېدای سي.

1-   هغه كسان چي په ډېر كښته عمر كښي په هايپرتينشن باندي اخته سي.

2-   ۲- هغه كسان چي له (۵۵) كلنۍ څخه پورته عمر كښي په لومړي ځل سره د ويني په لوړ فشار باندي اخته سي.

3-   ۳ – په هغه ناروغانو كښي چي د درملني سره تعند ښكاره كړي.

       هر ۲۰mmHg ډیاسټولیک او ۱۰mmHg سیسټولیک فشار لوړوالی د نارملي اندازې څخه د قلبي وعایي امراضو خطر دوه چند زیاتوي.

       د خطر عــــوامل: (۲) فامیلي تاریخچه، ډېر عمر، افریقایي امریکایي نژاد، چاغوالی، د فزیکی فعالیت کموالی، د سګرېټو څوکول، د مالګي زیات استعمال او د الکولو زیات استعمال.

د ویني د لوړ فشار کلینیکي څرګندوني

       د ویني د لوړ فشار د ناروغانو كلينيكي څرګندوني د هدفي غړو د تخریب (دماغ، سترګو، زړه، پښتورګو او محيطي اوعيو) پوري اړه لري.

       اعراض: هغه ناروغان چي خفیف او د منځنۍ کچي (اساسي) هايپرتينشن ولري، د ډېرو كلونو له پاره پرته د اعراضو وي. د هايپرتنشن د ناروغانو ډېر معمولي عرض هغه هم وصفي نه دی، د سر درد دی کوم چي د سر د شا په برخه کي د سهار له خوا احساسېږي. د Accelerated هايپرتينشن ناروغان خوب وړي، كانفوژن، د ديد د اختلال، د زړه بدي او استفراقاتو (هايپرتينسيوانسفالوپتي) سره يو ځای وي. هغه ناروغان چي مزمن هايپرتينشن ولري د کیڼ بطين د هايپرتروفي له امله د فزیکي فعالیت په وخت کي د ساه لنډۍ او د شپې له خوا د حملوي ساه لنډۍ څخه شاكي وي. كېدای سي چي د مغزو د سکتې او يا كېدای سي د انسفالوپتی څخه كوم چي د شعریه عروقو د احتقان، اګزوديشن او يا ازيما له امله رامنځ ته كېږي، شاكي وي.

       علايم: د اعراضو په څېر د هايپرتينشن د ناروغانو علايم او كلينيكي موندني د هايپرتينشن د سببي لامل، د ناروغۍ دوام، شدت او د هدفي غړو د تخریب پوري اړه لري.

د ویني د فشار اندازه کول: د ویني فشار باید په ناستي او یا په پرېوتلو سره اندازه کړل سي. د ویني فشار باید د استراحت څخه له درو څخه تر پنځه دقیقې وروسته اندازه کړل سي. د ویني ډیاسټولیک فشار اندازه د Korotkoff ږغ په ورکېدو سره اخیستل کېږي. د لویو ناروغانو او ماشومانو څخه پرته، د نورو له پاره باید یو سټنډرډ (۱۳cm long x 35cmwide) کف استعمال کړل سي. هغه کف چي ډېر کوچنی وي، ممکن د ویني فشار له خپلي اندازې څخه پورته ښکاره کړي. په ښې او کیڼ بازوګانو د ویني د فشار پرتله کول ممکن د ابهر د کوارکتیشن د ځینو ډولونو او د ابهري د dissection په معلومولو کي مرسته وکړي.

درملنه: د ویني د لوړ فشار درملنه پر دوه ډوله ده

       – غیردوایي درملنه

       دوایي درملنه

۱- غیردوایي درملنه: د ژوندانه د طرز اصلاح (Lifestyle modification) د هایپرتینشن په ناروغانو کي د معلولیت او معیوبیت کچه راټیټوي. څېړنو ښودلې چي د مېوو، سبزیجاتو څخه غني او د لږ شحم لرونکی غذائي رژیم (DASH diet) د ویني فشار کښته کوي.

-غیردوائي درملنه: Nonpharmacological Therapy په لاندي جدول کي خلاصه سوې ده:

د لوړ فشار غیردوائي درملنه

د وزن بایلل: د هر کیلو ګرام وزن په بایلولو سره په اوسط شکل سره د ویني سیسټولیک فشار ۲٫۵mmHg په اندازه او د ویني ډیاسټولیک فشار د ۱٫۵mmHg په اندازه کښته کېږي. همدا رنګه د وزن بایلل د شکري او dyslipidemia په کنټرول کي هم مرسته کوي.

د الکولو کمول: هغه ناروغان چي هایپرتینشن ولري، باید په ورځ کي د ۲۰gr په اندازه یا له دې څخه لږ الکول استعمال کړي.

منظم تمرین: په منظم ډول سره موازي تمرین تر سره کول د ویني د فشار په کمولو کي په هغو کسانو کي چي د کښته حد څخه تر متوسط حد پوري هایپرتینشن ولري، مرسته کوي. داسي ښکاري چي ایږومیتریک تمرین په موقت ډول سره د ویني فشار زیاتوي او باید منع کړل سي.

د مالګی کمول: د مالګي د زیات مقدار اخیستنه په مختلفو وګړو کي د هایپرټینشن يا لوړ فشار سره اړیکي لري. باید په ورځ کي د سوډیم اخیستنه ۹۰mmole (د ۵gr NaCl) څخه کم وي. د مالګي د اخیستلو کموالی په اوسط ډول سره د ویني په فشار کي د ۴-۵ ملي متره د سیمابو کموالی راولي. همدا رنګه د مالګي لږ اخیستل د هایپرټینشن ضد درملو، په ځانګړې توګه د یوریتکونو او ACE inhibitor اغېزي زیاتوي.

نور فکټورونه: د پوتاشیم زیات اخیستل او په خوړو کي د مېوه جاتو او سبزيجاتو زیاتوالی د ویني د فشار په راټیټولو کي مرسته کوي ۱۱. د اضطراب آرامول او د استراحت میتودونه کېدای سي چي ځیني وختونه ګټور وي.

دارويي درملنه:

د دواوو په ذریعه د درملني هدف دا دی چي تر لاسه کېدونکي عوامل په یوازي توګه او یا په ترکیبي ډول داسي استعمال کړي تر څو د ویني فشار د قناعت وړ یوې داسي اندازې ته چي کمترینه جانبي عوراض ولري، کښته کړي. د ویني د فشار مطلوبه اندازه د یوه ناروغ له پاره د سوال وړ ده. اکثره وخت په اوسط ډول ۱۴۰/۹۰ نورمال ښودل سوی دی. د هایپرتنسیف ضد درملو انتخاب د دواوو د مختلفو کلاسونو د مختلفو اغېزو په پوهېدلو پوري اړه لري. د بېلګي په توګه، د بیتابلکرونو انتخاب د هغه چا له پاره چي استما يا نفسنګي ولري، مناسب نه دی. په عمومي ډول سره د درملو شروع باید په یوه کښته دوز سره پیل سي، چي دغه کېدای سي نهائي مؤثره دوز ته زیات سي او یا تر هغه پوري تر څو چي کنټرول تر لاسه کړل سي. که چېري کنټرول په نهائي توصیه یا تحمل سوي دوز سره و نه ساتل سي، نو باید چي بل کلاس درمل استعمال او یا اضافه کړل سي او یا دوباره د ضرورت په اساس زیات کړل سي. د بېلګي په توګه د یوه ناموافقه بیتابلاکر تعویضول په بل بیتابلاکر باندي هیڅ مؤثریت نه لري. یو زیات شمېر ناروغان به د دوو یا زیاتو کلاسو درملو ته ضرورت لري، تر څو د ویني د فشار د خوښي وړ کنټرول تر لاسه کړي. د فشار ضد دواګاني په مختلفو ګروپونو وېشل سوی دی چي له دې ډلي څخه لاندي دواګاني یې په اول خط يا First line کي شاملي دي، کوم چي ناروغ ته په لومړي سر کي یو د لاندي دواګانو څخه شروع کېدای شي: