د وینې دا دوه ګروپ لرونکي خلک ډېر کورونا ویروس نیولي دي

څیړونکي وايي چې د وینې O ګروپ کسان لږ، او د A او B کسان ډیر په کورونا اخته شوي دي. په داسې حال کې چې د B یا A,B منفي یا مثبت وینې ګروپ لرونکي خلک په مساوي ډول په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د وینې دا دوه ګروپ لرونکي خلک ډېر کورونا ویروس نیولي دي
کالیفورنیا (پشتو هب پرلیکه خبر – 12 جون 2020) په یوې نوې څیړنه کې ویل شوي دي چې د وینې O ګروپ لرونکي خلک په کورونا ویروس باندې ډیر نه اخته کیږي، پداسې حال کې چې د A او A,B د وینې ګروپ لرونکي خلک ډېر په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د میډیا راپورونو له مخې د بایو ټیکنالوژۍ ازموینې شرکت 23 اینډ مي دا څیړنې ترسره کړی دي. د دوی په وینا د یو کس د وینې ګروپ کولی شي هغه حد وټاکي چې هغه څومره د کورونا ویروس سره مخ کیږي.

دې شرکت په مطالعه کې د 750،000 برخه اخیستونکو څخه نتایج کارولي دي. دوی په خپله آنلاین خپره شوې څیړنه کی ویلي دي چې د O وینې ګروپ لرونکي خلک د نورو ګروپ لرونکو په پرتله له کورونا وایروس ډیر خوندي دي. دوی د نورو په پرتله 9 څخه تر 18% فیصد لږ امکان لري، چې د دوی د کوویډ 19 معاینې پایله به مثبته راوځي.

د 23 اینډ مي مطالعه ښیي چې د B او A،B د وینې ګروپ لرونکي خلک په کورونا ویروس د اخته کیدو ډیر امکانات لري.

د دې ډلې برخه اخيستونکو څخه چې کومو د ځواب ویونکو په سروې کې برخه اخیستې وه، په دوی کې د کوویډ 19 مثبت معاینې کچه ترټولو لوړه وه. د وینې A ګروپ لرونکي د دواړو ترمینځ دی.

څیړنې دا هم وموندله چې که چیرې د یو کس د وینې ګروپ منفي B یا مثبت B وي، نو د داسې اشخاصو په کورونا ویروس د اخته کیدو په شرح کې کوم مهم توپیر شتون نه درلود.

د هغوی په وینا د B یا A،B منفي یا مثبت وینې ګروپ لرونکي خلکو کې د کورونا ویروس اخته کیدو شرح نږدې ورته ورته موندل شوی دي، او داسې نه دي پیښ شوي چې د مثبت وینې ګروپ لرونکي کسان دې ډیر اغیزمن شوي وي او د منفي کسانو شمیر دې لږ وي. د وینې دواړه ډولونو خلک په دې وژونکي ویروس اخته شوي دي او اخته کیدی شي.