د وینې د لوړ فشار د کنټرول لپاره څه وخورو؟

د وینې لوړ فشار یوه له خطرناکو ناروغیو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې زوریږي.

د وینې د لوړ فشار د کنټرول اصلي چاره پرهیز دی. هغه خلک چې د وینې لوړ فشار لري، باید د خپل خوراک ډول ته ډير پام وکړي.

ډاکتران وايي، چې ګڼ خواړه شته چې د وینې فشار لوړوي؛ خو ولې ځینې داسې خواړه هم شته، چې د وینې لوړ فشار راټیټوي.

د شنې او پاڼه لرونکې سبزي هر ډول د وینې لوړ فشار کنټرولوي. ګلپي هم دا کار په اسانه کولای شي.

دا خواړه په زیاته اندازه پوتاشیم لري، چې د وینې لوړ فشار کنټرولوي.

ددې سربیره کیله هم د ووینې لوړ فشار کنټرولوي. کیله ددې تر څنګ د سټریس او پریشانۍ په کنټرول کې هم رول لري.

د افتاب پرست زړي، چې مالګه ورسره نه وي، ګډه شوي هم د وینې لوړ فشار کموي.

ماسته او شومړه هم د وینې فشار کنټرولوي، خو مه هیروئ، چې مالګه باید ونه لري.

هوږه هم د وینې فشار کنټرولوي.