د وینې د ګروپونو او د ځانګړو ناروغیو ترمنځ اړیکې موندل شوی

د یوې تازه څېړنې له مخې په سویډن کې موندل شوې چې د وینې د ځانګړو ګروپونو او د ۴۹ ناروغیو ترمنځ اړیکه شتون لري.

د کیرولینسکا د انسټیټوټ په دې څېړنه له پنځه میلونو ډېر کسان تر څېړنې لاندې نیول شوي ول او معلومه یې کړه چې له ځانګړو ګروپونو د وینې د درېدو، د وینې د جریان ستونزې او د حمل پرمهال د فشار خطر اړیکه شتون لري.

که څه هم د ټولو انسانانو وینه په بنسټیز ډول یو ډول وي خو ځینې مختلف شیان داسې وي چې پر څلورو ګروپونو یې ویشي او هغه څه چې څلور واړه ګروپونو سره بېلوي هغه انټي جن دی.

له دې وړاندې په څېړنو کې معلومه شوې وه چې د O ګروپ لرونکي کسان د شریانونو او د وینې د درېدنې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر کم وي، خو د وینې د جریان امکان یې له A او B ګروپ لرونکو څخه ډېر وي.

په دې نوې او لویه څېړنه کې دا په ډاګه شوې چې د A ګروپ لرونکي کسان د وینې د درېدنې له خطر سره ډېر مخ کېږي او د O ګروپ لرونکو کې د وینې د جریان خطر ډېر وي او د حمل پرمهال یې د وینې د فشار خطر هم وي. دغه راز د B لرونکو کسانو کې د ګردو د تیږو خطر لږ وي.

څېړونکو همدا راز ویلي چې د پایلو د تصدیق لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده ترڅو معلوم کړي چې د وینې د مختلفو ګروپونو په سبب ځانګړې ناروغۍ رامنځته کېږيتر څو اړیکه یې ومومي.

کاپي دوعت میدیا