د وینې نرۍ کولو درمل کارول او احتمالي مضره اغیزې یې

د طبیعت د قوانینو له مخې وینه زموږ په بدن کې په یو ځانګړي سرعت او اندازې سره ګرځي. په ظاهره خو د وینې ټینګوالي یوه پیچلې ستونزه نه ښکاري، مګر د وینې ټینګیدل کولی شي پیچلي ناروغۍ رامینځته کړي، چې پدې کې وژونکې ناروغۍ لکه د زړه ناروغي، د سږو سرطان، د دماغي کورټکس یا د دماغو رګ شکیدل او فالج شامل دي.

د وینې نری کولو درمل انټي کوجیولینټ په نوم بلل کیږي. د کوجیولینټ مانا د وینې ټوټې کیدل یا د وینې غونډیدل دي.

انټي کوجیولینټ (د وینې نری کولو درمل) درملو کار دا وي چې هغه په رګونو او حجرو کې وینه د یوځای کیدو یا غونډیدو څخه مخنیوی وکړي، چې په نتیجې کې یې د وینې جریان بې له کومې ستونزې دوام کوي.

که چیرې د وینې سمه اندازه په وخت سره دماغو، زړه یا سږو ته ونه رسي، نو د ډیری لویې ستونزې رامینځته کیدو لامل کیدی شي. له همدې امله د وینې نری کولو درمل معمولا د زړه ناروغانو ته ورکول کیږي. پدې درملو کې اسپرین، ټایکلو پایډین او کلپوډوگریل غوندې درمل شامل وي، دا درمل په رګونو کې د وینې ټوټې جوړېدو مخه نیسي.

مضره اغیزې:

د هر ډول درملو ډیر او دوامداره کارول د بدن په نورو برخو باندې تاثیر کوي، مګر د وینې نري کولو درملو مضرې اغیزې د نورو درملو په پرتله ډیرې څرګندې دي.

د وینې نری کولو درملو ممکنه مضرو اغیزو کې:
1- د حیض په جریان کې ډیره خونریزي
2- په ساه اخیستلو کې له ستونزو سره مخ کیدل
3- د زړه درزا زیاتیدل
4- د معدې ایشیدل
5- د رګونو قطع کیدل
6- په متیازو کې خونریزي
7- له پوزې څخه وینه بهیدل
8- زخمونه نه جوړېدل
9- له زخم څخه ډیره وینه بهیدل
10- د ویښتو له لاسه ورکول
11- د قبضیت پیدا کیدل
12- د غړو کمزورتیا
13- سستوالۍ رامينځته کیدل
14- ډیر خوب راتلل
15- د وینې فشار ناڅاپي راښکته کیدل وغیره شامل دي.

په استعمال کې احتیاط:

د وینې نری کولو درمل کارولو سره ناروغ اړتیا لري چې ځینې لاندې احتیاطي تدابیر ونیسي.

1- ناروغ باید له داسې کارونو کولو څخه ځان وساتي په کوم کې چې د غوځیدلو زخم لګیدو وغيره خطر وي.
2- خپل سر له زخم لګیدنې څخه وساتي.
3- د وسایلو، چاقو او نورو تیرو شیانو کارولو سره احتیاط وکړي.
4- کله چې دانې لرې کوي، یا غاښ وباسي نو ډاکټر ته باید ووایي چې هغه اینټي کو جیولینټ استعمالوي.
5- سپک تمرین او پیاده تګ باید خپل معمول وګرځوي.
6- د حمل مخنیوي ګولۍ او اینټي کوجیولینټ دواړه يوځائې ونه کاروي.

په خواړو کې احتیاط:

د وینی نری کولو درملو سره باید داسې خواړه ونه خوړل شي، کوم چې وټامین K لري، لکه بروکولي، ګوبي، کاوو، پالک، کدو او زړي…
د وینی نری کولو درملو سره نور داسې سلادونه او خواړه هم باید ونه کارول شي، کوم چې ستاسې وینه نرۍ کوي.

د وینې نری کولو خواړه:

هغه خواړه چې په طبیعي توګه وینه نری کوي، په هغو کې خامه هوږه او ادرک د یادونې وړ دي، او د دې سربیره ویټامین A لرونکي خواړه، په کومه کې چې زیتون، جوار، سویابین، رومیان، د پلیو کوچ، آم، بادام او د لمر ګل زړي شامل دي.

یادونه: پورته لیکنه ستاسې د معلوماتو لپاره لیکل شوی ده، تاسو باید د دې هر څه وړاندې خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ.