د وینې ورکولو روغتیایي ګټې

۱: د زړه په امراضو د اخته کیدو د خطر کمښت.

۲: د تازه وینې او نوي سره کرواتو په تولید کې چټکتیا.

۳: د هیمو کرومیتوزیس د ناروغي سره مجادله.

۴: په بدن کې د خوړو د انرژي سون.

۵: د ويني فشار کنټرولوي.

۶: د اوسپيني کچه را ټيټوي چې زياته اوسپينه د ينې د خرابوالي او د وينې د حجراتو د خرابوالي سبب ګرځي.

۷: وزن اداره کوي.

که تاسو وینې ته اړتیا لرې او یا وینه ورکول غواړئ نو په آنلاین ډول یې هم ترلاسه کولای شئ.

کوم کسان کولای شي چې وینه ورکړي

هغه کسان چې د ۱۸ـ ۶۰ کلونو پورې عمر ولري.

نارینه او ښځینه دواړه کولای شي چې وینه ورکړي.

حد اقل ۵۰ کیلو ګرامه وزن ولري.

د روغتیا د کارکوونکو تر نظر لاندې وي یعنې کومه ناروغي ونه لري.

راټولونه: سید نظیر سادات