د وېښتانو د توېدو علتونه او درملنه!

درملنه:

د سر وېښتان د وېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو رېښو) په واسطه چې دپوستکي په لاندنۍ برخه کې شتون لري جوړيږي تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې ژوند کوي.

د وېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيا مرحله لري چې پدغه موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي . چې د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې شاوخوا له دوو څخه تر دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي. دا دوره په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کې د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې د وېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي.

د وېښتانو رېژېدل لاملونه:

د وېښتانو رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو شمېر هغه لاملونه کوم چې ډير عام دي په لاندې ډول بيانيږي.

۱: ارثي

۲- د وينې دا وسپنې کمښت او دميسو نشتوالی.

۳- دځينې دواوو څخه کار اخيستل.

۴- وېښتان له اندازې څخه زيات کشول.

۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وېښتانو غوړوالی

۶- سخت رواني تشويشونه

. ۷- د وېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې.

۸- د وېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته

. ۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښیدل

. ۱۰- د ویشتانو نه ساتنه اود وېښتانو د اصولو خيال نه ساتل

د وېښتانو د رېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تبزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې د هغو وېښتانو د زياتې رېژېدنې څخه مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي.

البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور علتونه هم شتون لري چې هغه کم پبښبدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل.

درملنه:

۱- د پورته علتونو اصلاح کول

۲- سپیری مونوکسیدل ۲٪او ۵٪ زنانه او مردانه دپاره

۳ – د پوستکي و متخصص ته مراجعه کول

ډاکټر عبدالولي اعتماد