لیکنه: جاويد سباوون
د وېښتانو رژېدل يوه عمومي ناروغي ده، ډېری خلک پر دې ډېر مصرف هم کوي چې څنګه د وېښتانو د رژېدو مخه ونيسي.
په دې مطلب کې درته يو اسانه نسخه لارښود کوو چې له مخې يې تاسو کولی شئ پرته له عملياو د وېښتانو د توېدو مخه ونيسئ.
ساينس پوهانو ويلي دي، د Propolis په نو يوه ماده ده چې د وېښتانو د توېدو مخه نيسي.
دا ماده د شاتو مچۍ په خپلو سوړو کې هم استعمالوي.
ساينس پوهانو دا ماده پر موږکانو ازمايلې ده، له ازمايښت وروسته د موږکانو په بدن ژر وېښتان راشنه شوي دي.
ساينس پوهان دې پايلې ته رسېدلي دي چې، دغه ماده که د انسان د وېښتانو د تقويې لپاره وکارول شي، بې ګټې نه ده.
د دوی په بارو د موږ او انسان ځينې جوړښتونه يو ډول دي، نو همدا لامل دی چې پر انسان هم دا ازمايښت د تطبيق وړ دی.