د پرېشانۍ او غم علاج څه دی؟

ځواب:د پريشانۍ، غمونو، تشويش او د زړه د سکون لپاره، یواځنی علاج، د اللهﷻ يادول دي لکه: لمونځ، د قرآنکريم تلاوت، د اللهﷻ په قدرتونو کې فکر او غور کول، اذکار، دعاګانې او داسې نور…

اللهﷻ د (الرعد) سورت په (۲۸) نمبر آیت کې فرمایي:

-«الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ».

ژباړه:

-هغه کسان چې ايمان يې راوړی، خبر شئ چې د اللهﷻ په يادښت زړونه ډاډمن کيږي.

کله چې انسان د اللهﷻ له ياد څخه غافل شي، په هغه باندې شيطان مسلط شي او هغه ته ډول ډول پريشانۍ او سوچونه اچوي او په روحاني امراضو يې اخته کوي، په دې حال کې بنده داسې سرګردانه او پريشانه ګرځي لکه؛ له ماشوم څخه چې، خپله مور ورکه شوې وي.

اللهﷻ د (البقره) سورت په (۱۵۲) آیت کې فرمایي:

-«فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ».

ژباړه:

-نو ما ياد کړئ (په ذکر، اطاعت او عبادت) چې، زه هم تاسې ياد کړم (په ثواب او نعمت) او زما شکر وباسئ او ناشکري مکوئ.

د ذکر په اړه په سنتو کې ډير احاديث راغلي دي چې، ځینې یې په لاندې ډول دي:

ابو هريرة رضي الله عنه د حدیث شریف روایت کړی، وایي چې، رسول الله ﷺ فرمایلي:

-«يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ.

ژباړه:

د اللهﷻ ارشاد دی چې، زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم، څنګه چې مې بنده پر ما باندې ګومان کوي او کله چې بنده ما يادوي؛ نو زه ورسره يم، که چيرې بنده ما په خپل زړه کې يادوي، زه یې هم په خپل زړه کې يادوم او که چيرې ما په ډله او ټولي کې يادوي، زه يې هم د فرښتو په ډله کې يادوم. (البخاري(

لیکنه : ډاکتر حنیف