د پزې ویني کېدل او اسانه درملنه یې

د پزې دننه برخه د ویني د کوچنیو رګونو څخه ډکه ده او دا د بدن حساسترینه برخي دي.

کله چې دغه رګونه مختل کېږي، نو د پزې د یوه سوري څخه یا هم د دواړو سوریو څخه وینه راځي، چې کیدای شي د څو ثانیو څخه تر ۱۰ دقیقو پوري وبهېږي.

د پزې د ویني کېدو لاملونه

حساسیت(آلرژي)

پزې ته ضرر رسېدل

ډېره ګرمي

د الکول مصرف

زیات سیګرېټ څکول

د مغذي موادو کمښت

د ویني لوړ فشار او داسي نور….

د پزي د ویني کیدو کورنۍ درملنه

څو ټوټې یخی راواخلئ په یو ټوکر کي یې وپیچئ او د څو دقیقو لپاره یې پر خپلي پزي ووهئ، تر څو یې وینه ودرېږي.

د سېب سرکه د پزي د ویني په بندولو کي ډېره موثره تمامېږي. یوه ټوټه پنبه راواخلئ او د سېب په سرکه یې ووهئ، بیا يې په ارامۍ سره د خپلي پزي په سوري کي کښیږدئ ځکه د سیب سرکه د پزي د پرې سوو رګونو د دیوالونو په بندولو کي مرسته کوي.

د پیاز یوه ټوټه راواخلئ او خپلي پزي ته نیژدې یې کښیکاږئ تر څو ګاز یا بوی یې ستاسو پزي ته درسی نو د پزي وینه به مو په څو دقیقو کي بنده سي.

څه انداره مالګه په نیم ګیلاس اوبو کي ګډه کړئ او د څاڅکو په څیر یې په خپلی پزي کي واچوئ. دا طریقه هم په ژمي او هم په دوبي کي ستاسو د پزي د ویني په دریدو کي مرسته کوي.

د ګشنیز اوبه هم د څاڅکو په څیر خپلي پزي ته داخلي کړئ یا هم کولای سئ ګشنیز ډیر میده کړئ او پر خپل تندي یې کښیږدئ، تر څو د خنک والي خاصیت یې وینه ودروي.

د ریحانو د پاڼو په ژولو سره هم د وینی د بهیدو مخنیوی کیږي.

د پزی د وینی کېدو په وخت کې د خولی له لاری تنفس وکړئ.

د دود څخه لیرې واوسئ.

ژباړه: عایشه عزیزي