د پلاستیک سیځل د کور په انګړ کې

لیکنه: نګین کرګر

اکثره خلک کله چی پلاستیک د کوڅې یا کور څخه راټول کړې نو بیا هغه سیځې. د پلاسیتک د سیځلو تر ګټې زیان زیات دې.

د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول  د پلاستیک سیځل  او لوګۍ د انسانانو، حیواناتو روغتیا ته او چاپیریال ته ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډیر زیان رسوی، د زړه امراض، د تنفسی سیستم امراض لکه ساه لن‌‌‌‌‌‌ډی، د ځیکر، عصبی اختلال، او جلدی ناروغیو سبب ګرځې. پولی ستایرین پلاستیکی ګیلاسونه، او یا قابونه داسی نور شیان که وسیځل شې، نو د هغه نه ستایرین ګاز تولیدیږې چې پوستکی د لاری جذبیږې.  د دې ګاز لوړه کچه مخاطی سیستم او سترګو ته ‌‌‌‌‌‌ډیر زیانمن دی.

که چیرته پی وی سی ته اور بل شې نو ‌‌‌‌‌‌ډیره مضره کیمیاوی مواد لکه دایوکسین تری هوا ته ازادیږی، او دایوکسین ‌‌‌‌‌ یو زهری او سرطان زا مواد دی چی د وجود په لیپید یا غوړو حجرو کې ځای پر ځای کیږې او امیدواره میندې یې د پلاسنتا له لاری ماشوم ته انتقالولئ شې.

دایوکسین  حتی په غله جاتو کې هم منتشر کیږېاو د غلې له لاری زمونږ په ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ کې هم راننوځې.

څنګه کولای شو دپلاستیک د سیځلو نه مخنیوئ وکړو؟

لمړۍ په کور کې تل پلاستیک د نورو کثافاتو څخه جلا کوئ، د خوراکې شیانو پوستکی او کثافاتو څخه د حویلی په یو کنج کې سره جوړولېشې چی د خاوری سره یۍ ګ‌‌‌‌‌‌ډ کړئ.

هیڅکله پلاستیک په د کور په انګړ یا ګڼه ګوڼه کې مه سیځئ.

خپل دچاپیریال د اداری یا ښاروالی څخه د پلاستیک د ټولو یو مرکز غوښتنه وکړئ.

کوښښ وکړی د پلاستیکې خلطو او توکو د اخیستلو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ، او پر ځای یې یوه د ټوکړ خلطه کې سودا راوړئ.

د پلاستیک سیځل نه یواځې انسانانو ته زیان  رسوی بلکه حیوانات، غله جات او چاپیریال ککړوې.

لیکنه: نګین کرګر .

نوټ:

پولې ستایرین هغه سپین رنګې او سپک پلاستیک دی چی که نوی تلویزیون یا لپ ټاپ واخلئ نو په کارتن کې یې وې، دایوکسین یو مضره کیماوی ماده ده چې د پلاستیک د سوځیدو وخت کې جوړیږې، پلاسنتا هغه د مور نس کې چې بچی سره یوه کڅوړه هم وې، نن سبا یې د حجروی څیړنو لپاره کاروی ، او لپید یا غوړ حجرات. هیله لرم چی واضح کړې مې وی.