یو تن له نېک او صالح شخص څخه وپوښتل:
ولې سپۍ اوه (۷) بچیان زېږوي او میږې درې (۳) بچیان، لیکن بیا هم که وګورو؛ نو د سپیو په پرتله پسونه او میږې ډیرې زیاتې دي، حال دا چې روزانه د ميلمستیاګانو لپاره ذبحه کیږي، او غوښې يې د تجارت لپاره په بازارونو کې پلورل کیږي، ددې راز په څه کې دی چې میږې او پسونه له سپیو څخه زیات دي؟
نېک او صالح شخص ورته وویل:
-د دې راز په برکت دی!
بیا هغه تن ترې پوښتنه وکړه چې، ولیې میږې او پسونه د برکت مستحق ګرځیدلي نسبت سپیو ته.
هغه زیاته کړ:
ځکه چې میږې او پسونه د شپې په لومړي وخت کې آرام کوي، او د سهار څخه د مخه پاڅیږي چې دا وخت د رحمتونو وخت او د الله تعالی له لوري د برکتونو د نازلیدلو وخت دی، مګر سپي ټوله شپه غاپي او آرام نه کوي چې، هر کله سهار نږدې شي، د رحمتونو او برکتونو د نازلیدو وخت راشي؛ نو بیا ترې دوی محرومیږي؛ ځکه دوی سره برکتونه مل نه دي.
ګرانو ورونو او خویندو!
راځئ! د شپې وختي ویده کیدو او د سهار پر مهال وختي پاڅیدو عادت په ځان کې پیدا کړو، تر څو د رحمتونو او برکتونو د نازلیدو مستحقین وګرځو، د سهار لمونځ د جماعت سره د ترسره کولو هڅه او هاند وکړو، تر څو الله تعالی زمونږ په ځانونو، اولادونو، مالونو او ژوند کې برکت واچوي.
احمدکندهاری