د پور اخیستو پر مهال دا تیروتنې مه کوئ

۱- له پور اخیستو وروسته هڅه مه کوئ دوکه وکړئ

کله چې یو چا یا یو شخص پور درکړ، نو هڅه وکړئ چې خپل پور بیرته په ټاکلې وخت سره ادا کړئ. نن سبا په افغاني ټولنه کې دا دود خورا عام شوی دی چې یو څوګ یو چاته پور ورکړې نو بیرته په ټاکل شوې مودې سره یاد پور نه ورکول کېږي. لومړی خو څوګ چاته پور نه ورکوي، خو که پور ورکړي نو بیا یې بیرته په وخت سره نه ادا کوي چې ښایې دا چاره مو یاد شخص ته بې باوره کړې او په راتلونکې کې مو که بیا اړتیا شوه، ښایې پور هم در نه کړې.

۲- که دوکه وکړئ، نو له ځان سره به یې وکړئ

ډیری خلک چې پور ترلاسه کړې داسې ګومان کوي چې ګواګې هغه بل شخص ته یې دوکه ورکړه، هېڅکله هم یو چا سره د دوکې کولو هڅه مه کوئ، پوهېږئ ولې؟ که مو دوکه وکړه داسې ګومان مه کوئ چې ګواګې تاسې هغه ته دوکه ورکړه، بلکې تاسې خپل ځان ته دوکه ورکړه او ځان مو بې باوره کړ. تل هڅه وکړئ چې په هر ډګر کې رښتینې او وفادار اوسئ.

۳- پور بیرته په ټاکلې وخت سره ادا کړئ

کله مو چې له یو چا څخه پور واخیسته نو هڅه مه کوئ چې هغه ته دا پور ورنکړئ. بلکې دا هڅه وکړئ چې هغه ته په ټاکل شوې وخت سره بیرته پور ورکړئ. د بېلګې په ډول احمد له محمود څخه پور ترلاسه کړ، او محمود ته یې وویل چې ستا پور به دوه ورځې وروسته درکړم. خو احمد پر سبا باندې راغی او محمود ته یې پور ورکړ چې په دې توګه یې هغه ته یوه ورځ وړاندې پور ورکړ او د هغه باور یې ترلاسه کړ.