د پوستکي له کچې زیات بې رنګه کېدل

لیکوال : زکریا رحیمي

په پوستکي کې له کچې زېات نیله رنګ یا اسمان ته ورته شین رنګ پیدا کېدل دي، په لاسونو کې یې پیدا کېدل ډېر عام دي خو پښو او مخ کې هم پیدا کیږي. تقریبا سل کاله وړاندې تشرېح شوی او لامل یې تر اوسه پورې څرګند نده. په پېل کې کومې درملنې ته اړتیا نلري. د سړو وهل (frostbite) او د پوستکي بې رنګه کېدل له یو بل سره توپیر لري. ځینې نور حالتونه هم د بدن رنګ کې شینوالی پیدا کوي چې باید د پوستکي له بې رنګه کېدو سره یې توپیر وشي لکه (Raynaud’s phenomenon, pernio, acrorygosis, erythromelalgia, blue finger syndrome).

د پوستکي بې رنګه کېدل ممکن د ځینې خطرناکو ناروغیو علایم وي لکه د نښلونکو نسجونو ناروغۍ (connective tissue diseases).

علایم :

بې رنګه شوی ځای ډېر وخت سوړ او بې تودوخې وي، ممکن پړسوب هم وکړي په ځانګړې توګه په توده هوا کې. د لاسونو رغوي او د پښو تلې له مناسبې کچې تر له کچې زېاته خوله کوي خو د ټولو نبضونو کیفیت او نرخ باید نورمال وي. سړو کې دا حالت زیاتیږي خو په توده هوا کې ښه والی پکې رامنځته کیږي. ناروغ د درد احساس نکوي.

تشخیص :

تشخیص یې له فزیکي ازموینې، طبي او روغتیایي مخینې کیږي. د تشخیص لپاره یې لابراتواري او انځوریزه مطالعه نده اړینه.

درملنه :

تر اوسه پورې د دې ناروغۍ لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته او د مخنیوي لپاره یې تر ټولو اړین له سړو ځان ساتنه ده. په (vasoactive drugs) درملو یې د درملنې سپارښتنه نده شوې خو دا درمل اختیاري یا انتخابي دي همداسې د اغیز په اړه یې کوم کره مالومات نشته.

تر لویو کسانو په کم عمرو او کوچنیانو کې دا حالت زیات رامنځته کیږي. د چټکې ودې لاملونه یې له کوره بهر زېات فعالیت او سړه هوا ګڼل شوي. په تازه پیدا شوو کوچنیانو کې درملنې ته کومه اړتیا نلري خو روغتون کې د اضافي اکسیجن چمتوالی د احتیاط لپاره کیږي.